خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1405/01/28 18:34کد خبر: 118617

د کورونو جوړولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د ریاست الوزراء اداری مرستیال په مشرۍ غونډه وشوه

د کورونو جوړولو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په اړه د ریاست الوزراء اداری مرستیال په مشرۍ غونډه وشوه - خبرگزاری افغان ایرکا

فطرت زیاته کړې، ګډونوالو ټینګار وکړ چې هېوادوالو، په ځانګړی ډول راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید عملی او اغېزناک ګامونه واخیستل شی، څو دوی وکولای شی په چټک او منظم ډول د سرپناه جوړولو لپاره اقدام وکړی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

 د ریاست‌الوزراء د اداری مرستیال په مشرۍ یوه غونډه کې د ابادۍ د جوازونو صادرولو بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو او استوګنیزو کورونو جوړولو برخه کې د خنډونو لرې کولو په اړه خبرې شوې دی.

د اسلامی امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلی چې د ریاست‌الوزراء اداری مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی په مشرۍ او د کور او ښار جوړولو او بهرنیو چارو وزارتونو، د چارو ادارې عمومی ریاست، کابل ښاروالۍ او د ښاروالیو چارو د انسجام عمومی ریاست د استازو په ګډون د کورونو جوړولو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

هغه لیکلی چې په دې غونډه کې د ابادۍ جوازونو صادرولو بهیر کې د اسانتیاوو رامنځته کولو پر لارو چارو او په پلانی او غیرپلانی سیمو کې د استوګنیزو کورونو جوړولو لپاره د غوره زمینې برابرولو پر وړاندې د خنډونو پر لرې کولو خبرې وشوې.

فطرت زیاته کړې، ګډونوالو ټینګار وکړ چې هېوادوالو، په ځانګړی ډول راستنېدونکو کډوالو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره باید عملی او اغېزناک ګامونه واخیستل شی، څو دوی وکولای شی په چټک او منظم ډول د سرپناه جوړولو لپاره اقدام وکړی.

د ده په خبره، همداراز د اړوندو ادارو ترمنځ د همغږۍ پر زیاتوالی او د کاری پروسو د چټکتیا په اړه هم خبرې وشوې او مسوولینو څرګنده کړه چې د کورونو جوړولو لپاره د مناسبې زمینې برابرول د ښارونو یوه اساسی اړتیا ده او ورته جدی پاملرنه کولای شی د هیوادوالو د ژوند په ښه‌والی کې مهم رول ترسره کړی.

د اسلامی امارت مرستیال ویاند لیکلی چې د نیول شوو تصمیمونو پر جدی تعقیب او د اړوندو بنسټونو ترمنځ د همکاریو پر دوام ټینګار وشو، څو خلکو ته د کورونو جوړولو او کارموندنې بهیر په اغېزناک او اسانه ډول برابر شی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان