خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/01/31 12:51کد خبر: 118656

د رییس الوزرا حکم؛ کابل او ولایتونو کې د ودانیو جوړولو اجازه ورکړ شوه

 د رییس الوزرا حکم؛ کابل او ولایتونو کې د ودانیو جوړولو اجازه ورکړ شوه  - خبرگزاری افغان ایرکا

په دغه مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت او امنیه قومندانیو له امنیتی منسوبینو او مسوولینو غوښتنه شوې چې د ښارولیو له تقاضا پرته د ودانیو د جوړونکو په کار کې لاسوهنه نه کوی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د رییس الوزرا د حکم پر بنسټ به کابل او ولایتونو کې له نن (دوشنبې) وروسته د کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې خلکو ته د شرعی قبالې، د مالیې ټکټ او د معاملاتو د لارښوونې د دفتر یا عرفی سند له تایید وروسته د ودانیو جوړولو اجازه ورکړ شوه.

د دې ترڅنګ ښاروالۍ باید د جومات د امام تاییدی هم واخلی.

ریاست الوزرا د یوه مکتوب په خپرولو سره دغه اجازه ورکړې او زیاته کړې یې ده چې دغه کار یې په ځانګړې توګه د کډوالو د بې سرپناهۍ لپاره کړی دی.

په دغه مکتوب کې له ښاروالیو غوښتل شوی چې په راتلونکې یوه میاشت کې هغه سپینې ساحې چې د معقولو دلایلو له امله (د سېلابونو راوتلو، تاریخی ساحو او نورې هغه ساحې چې د ودانۍ قانون په کې نه تطبیق کیږی) د ودانۍ جوړولو اجازه نه ورکوی، مشخصې کړی.

د دغه مکتوب له‌مخې که په بې نقشې سیمو کې د کورونو له جوړونکو دې د ژمنه واخیستل شی چې د ښاری پلان د تطبیق پر مهال حق نه لری چې د کور ویجاړېدو پر مهال د خسارې غوښتنه و کړی.

د ودانۍ جوړونکی یوازې کولای شی د اوسېدو په موخه کور جوړ کړی چې له تاکاوۍ پرته درې پوړه وی.

همدا راز ودانۍ دې د عمومی سړکونو پر مسیر او د ښاری پلان مطابق په ممنوعه سیمو کې نه وی.

دغه مکتوب کې دا هم راغلی چې په هغو ښارونو کې چې ښاری پلان نشته، ښارولۍ دې د شرعی قبالې، د مالیې ټکټ د معاملاتو د لارښوونې د معاملاتو د دفتر یا عرفی سند او د جومات د امام له تایید وروسته د ودانۍ جوړولو اجازه ورکړی.

د ریاست الوزرا له لوری په دغه مکتوب کې په ډاګه شوې چې د نوی کابل پروژه له پورتنیو مسایلو مستثنی ده.

په دغه مکتوب کې د کورنیو چارو وزارت او امنیه قومندانیو له امنیتی منسوبینو او مسوولینو غوښتنه شوې چې د ښارولیو له تقاضا پرته د ودانیو د جوړونکو په کار کې لاسوهنه نه کوی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

# موضوعات مرتبط

  • # کابل
  • # د رییس الوزرا حکم
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.