خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishالعربيةپښتو
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • صفحه اصلی
  • دسته‌بندی اخبار
  • آرشیو اخبار
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
خبرگزاری افغان ایرکا
خبرگزاری افغان ایرکاAfghan IRCA News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/26 9:56کد خبر: 119703

له هرمز تنګی د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی

له هرمز تنګی د بېړیو تګ راتګ د پام وړ کم شوی - خبرگزاری افغان ایرکا

راپورونه ښیی چې پر څو تېل لېږدوونکو بېړیو له بریدونو وروسته له هرمز تنګی د بېړیو تګ راتګ ډېر کم شوی؛ بلخوا، په منځنی ختیځ کې د روان کړکېچ د هواری لپاره د امریکا او ایران خبرې هم په ټپه ولاړې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 3 دقیقه

انترناسیونال وېب‌پاڼې نن د رویټرز له قوله راپور ورکړی چې د بېړیو د څار شرکت کپلر (Kpler) د معلوماتو له مخې، د شنبې په ورځ یوازې پنځه سوداګریزې بېړۍ له هرمز تنګی تېرې شوې، خو د یکشنبې په ورځ د دغه شرکت په سیستم کې د کومې بېړۍ تګ راتګ نه دی ثبت شوی.

د راپور له مخې، تر دې یوه اوونۍ مخکې د اوونۍ په پای کې 31 بېړۍ له دغه تنګی تېرې شوې وې.

سرچینه لیکی، د شنبې په ورځ هرمز تنګی ته په ننوتونکو بېړیو کې یوه ډېره لویه تشه تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم وه چې د اتومات پېژندنې سیستم یې بند و. دغه راز، د هند تر بیرغ لاندې یوه لویه ګازلېږدوونکې بېړۍ هم د ایران له مسیر څخه تېره شوې ده.

د کپلر د معلوماتو له مخې، د ایران د مازوتو یوه کوچنۍ تېل‌لېږدوونکې بېړۍ هم له تنګی وتلې ده. مازوت یو ډول دروند نفتی سون‌توکی دی.

په هرمز تنګی کې د بېړیو تګ راتګ وروسته له هغه نږدې درېدلی چې متحده عربی اماراتو وویل، د ابوظبی د تېلو ملی شرکت اړوند درې بېړۍ تېره اوونۍ د تېرېدو پر مهال تر بریدونو لاندې راغلی دی.

متحده ایالتونو ویلی چې د ایران سمندری محاصرې ته تر نامعلومې مودې پورې دوام ورکوی.

په راپور کې راغلی، امکان شته ځینې بېړۍ د پېژندنې سیستمونو په بندولو سره له دغه مسیر څخه تېرې شوې وی او په معلوماتو کې نه وی ثبت شوې؛ خو د راپور له مخې، د فبرورۍ په میاشت کې د امریکا او اسراییلو له خوا پر ایران د جګړې تر پیل مخکې هره ورځ له 130 ډېرې بېړۍ له هرمز تنګی تېرېدلې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی د شنبې په ورځ له کورنیو رسنیو سره په خبرو کې ویلی، له هرمز تنګی د بېړیو د تګ راتګ د بېرته عادی کېدو لپاره باید واشنګټن د دغه تنګی په اړه د ایران شرایط ومنی.

د راپور له مخې، له جګړې مخکې د نړۍ شاوخوا پنځمه برخه خام تېل او مایع طبیعی ګاز د هرمز تنګی له لارې لېږدول کېدل.

بلخوا، د کپلر معلومات ښیی چې له باب‌المندب تنګی د سوداګریزو بېړیو تګ راتګ هم کم شوی؛ د تېرې اوونۍ په پای کې 49 سوداګریزې بېړۍ له دغه مسیر تېرې شوې، په داسې حال کې چې تر هغې مخکې اوونۍ کې دا شمېر 55 و.

د یمن حوثیانو د جولای په 20مه د سعودی عربستان سمندری محاصره اعلان کړې وه. د راپور له مخې، په دې موده کې د سعودی عربستان د تېلو د لېږد کومه بېړۍ د څار په معلوماتو کې نه ده ثبت شوې.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

  • پرونده‌های ویژه خبری
  • اخبار ویژه مهاجرین
  • پربازدیدترین‌ها
  • گزارش
  • علاقه‌مندی‌ها
زبان:
فارسیEnglishالعربيةپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.