خبرگزاری افغان ایرکا | Afghan Irca News Agency
تاریخ انتشار: 1405/05/26 10:21کد خبر: 119706

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړی وزیر له مرستیال سره ولیدل

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر په ترمذ کې د ازبکستان د لومړی وزیر له مرستیال سره ولیدل - خبرگزاری افغان ایرکا

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دی.

زمان تقریبی مطالعه: 1 دقیقه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی په ترمذ ښار کې د ازبکستان د لومړی وزیر له مرستیال جمشید خواجه‌یوف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادی همکاریو او ګډې پانګونې پر پراختیا خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د ترمذ په سوداګریز مرکز کې ترسره شوې؛ دواړو لوریو د برښنا، کانونو او کرنې په برخو کې د همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دی.

    ازبک چارواکو په افغانستان کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه او افغان پلاوی د ازبکستان له چمتووالی هرکلی وکړ او د اقتصادی همکاریو او ګډې پانګونې د پراختیا لپاره یې د اړینو آسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په دې لیدنه کې د بلخ والی محمد یوسف وفا او په تاشکند کې د افغانستان سفیر عبدالغفار بحر هم ګډون کړی و.

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اقتصادی او سوداګریزو همکاریو د پراختیا په اړه د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ له دې مخکې هم ورته خبرې شوې دی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه

تگ‌ها:

نظرات مخاطبان