Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65912
تاریخ انتشار : شنبه 30 کب 1399 ساعت : 13:25:55

امنیتي ځواکونه بامیانو کې د علي‌پور ځپلو لپاره امر ته په تمه دي

یوه امنیتي سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي سلام‌وطندار ته وايي، شاوخوا ۱۱ سوه امنیتي ځواکونه، چې د پولیسو ځانګړې قطعه، کومانډو، د پوځ سرتیري او پولیس په کې دي، بامیانو کې د ولسي مقاومت قومندان عبدالغني‌ علي‌پور ځپلو لپاره د چمتوالي په حال کې دي.

د سرچینې په وینا، دغه ځواکونه چې د مرمیو ضد هاموې او سپکې او درنې وسله هم ورسره دي، بامیانو کې راغونډ شوي، ترڅو د میدان‌وردګو بهسودو ولسوالۍ کې عبدالغني علي‌پور وځپي او ویې نیسي. سرچینه زیاتوي، دغه ځواکونه په تمه دي چې پر علي‌پور د برید کولو امر ورته وشي.

نن سهار د مرمو ضد شاوخوا سل عرادي ټانګونه هم بامیانو ښار ته دننه شوي. بامیانو ته د دغو هاموې ټانګونو په دننه کېدو سره د ښار وضعیت چې د نوي کال د جشن ترسره کولو لپاره اماده شوی وو، پوځي بڼه غوره کړې ده.

دا داسې مهال دی، چې د میدان‌وردګو ولایت بهسودو ولسوالۍ کې د پوځ د یوې چورلکې له سقوط درې ورځې وروسته، د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي، د دغه وزارت د څېړنو له مخې، دغه چورلکه د غیرمسوله وسله‌والو قومندان عبدالغني علي‌پور وسله‌والو له خوا نسکوره شوې ده.

فواد امان نن شنبې پر ټویټرپاڼه لیکلي: «د دفاع وزارت څېړنې او ترلاسه شوي اسناد او مدارک ښيي، چې د هوايي ځواک چورلکه علي‌پور پورې د تړلو وسله‌والو له لوري بهسودو ولسوالۍ کې په نښه شوې ده.»

هغه ټینګار کړی، چې د دفاع وزارت به په هره بیه د دغې پېښې د وژل شوو غچ اخلي او لاملین به یې په سزا رسوي.

د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي وو، چې د افغان هوايي ځواک د یوې مې ـ ۱۷ لوا ۷۷۷ چورلکې لوېدو پېښّ کې ۵ امنیتي ځواکونه او د پیلوټ په ګډون یې ۴ کارکونکي وژل شوي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.