Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65952
تاریخ انتشار : يکشنبه 8 وری 1400 ساعت : 21:22:11

د حضرت امام مهدی علیه السلام زوکړه دې مبارک وی


د امام مهدی زيږيدا او د هغې پټوالې
د اسلام دولسم اسماني لارښود حضرت حجة ابن الحسن المهدي عليه السلام د 255هجري سپوږميز کال د شعبان په پنځلسمې نيټې د جمعې په ورځ سهار مهال په سامرا کښې د امام حسن عسکري عليه السلام په کور کښې دنيا ته راغی.[1] قدرمن پلار امام حسن عسکري عليه السلام او مور بي بي يې نرجس وه. چې سوسن او صيقل هم ورته وايي. دا بي بي د روم د باچا قيصر لمسۍ او د حضرت عيسی عليه السلام د حواري (ملګري) شمعون له نسله ده، بي بي نرجس دومره فضيلت لري چې د امام هادي عليه السلام خور بي بي حکيمې چې خپله د امامت د کورنۍ يوه لويه ميرمن ده، هغې ته د خپل ځان او خپلې کورنۍ سرداره وايي[2] او ځان د هغې خدمتګاره بولي.[3] بي بي حکيمې به هر وخت دعا کوله چې خدايه امام حسن عسکري عليه السلام ته ځوې ورکړې. يوه ورځ چې د امام حسن عسکري  عليه السلام کتنې ته تللې وه بيا يې دا دعا وکړه، امام ورته وفرمايل: د کوم بچي دعا چې تۀ غواړی هغه به سبا ته دنيا ته راشي، راځئ چې نوره قيصه يې له خپلې خلې واورو:

تر ماښامه پورې د امام په کور کښې ؤم، وينځې ته مې اواز وکړ چې زما جامې راوړه زۀ ځم، امام راته وفرمايل: ترورې نن دلته پاتې شه، ځکه چې نن د داسې بچي د زيږيدو شپه ده چې خدايې پاک به د هغۀ په لاس دنيا له انصافه ډکه کړي، ورته مې وويل اي زما سرخيله! دا ماشوم به له چا زيږيږي، زۀ خو په بي بي نرجس کښې د حمل او موروالي څۀ نښې نښانې نۀ ګورم، وې فرمايل: له بي بي نرجسه به پيدا کيږي. زۀ پاڅيدم او بي بي نرجس ته مې ښۀ په ځير سره وکتل خو د مور جوړيدو هيڅ نښه مې پکښې ونۀ موندله، بيا امام مسکې شو او وې فرمايل: سهار به تاته پته  ولګي چې دا مور ده ځکه چې دا هم د حضرت موسی عليه السلام د مور په شان تر زيږيدو پورې پته نۀ وه ځکه چې فرعون به د هغو ښځو چې په خيټه کښې به يې بچې ؤ، خيټه څيرله. دا ماشوم به هم د حضرت موسی عليه السلام غوندې د ظالمانو د ظلم ټغر ټول کړي. حکيمه وايي ما تر سهاره پورې د بي بي نرجس خيال وساتۀ او هغه په ارام سره زما په خوا کښې اودۀ وه. د شپې په ورستيو شيبو کښې په ويرې سره راپاڅيده، ما په غيږ کښې ونيوله او د خدايې نوم مې پرې چف کړ ما پرې یو سورة ولوست او له بي بي نرجس مې د هغې د حال پوښتنه وکړه، هغې وويل: څۀ چې امام ويلي دي، څرګند شوي دي.


د امام د زيږيدو پټوالې
د بني اميه او بني عباسو تاريخ په تيره بيا تر شپږم امام جعفر صادق عليه السلام ورسته ګواه دی چې خلفا د امامانو په حقله ډير حساس شوي وؤ، ځکه چې په ټولنه کښې د امامانو ډير عزت کيدۀ او د وخت په تيريدو سره په خلقو کښې د امامانو نفوذ او له دوي سره د خلقو مينه زياتيده او عباسي خليفه ګانو ځان ته خطره محسوسوله.

دا خبره مشهوره وه چې دولسم امام به د امام حسن عسکري عليه السلام له نسله وي نو ځکه د عباسي حکومت خليفه ګانو په سامرا کښې امام حسن عسکري عليه السلام ډير سخت څارۀ او کوشش يې کوؤ چې د دغه ماشوم د راتللو مخه ونيسي خو د خدايې اراده بل څۀ وه او خدايې پاک د مهدي(عج) زوکړه د حضرت موسی عليه السلام په شان پټه وساتله. سره له دې د امام حسن عسکري عليه السلام خاصو يارانو امام مهدي (عج) د خپل پلار په ژوند کښې څو څو ځله ليدلی ؤ. او د امام حسن عسکري عليه السلام د شهادت په وخت هم امام مهدي (عج) راڅرګند شو، د خپل پلار د جنازې مونځ يې وکړ او خلقو وليد، او له هغې ورسته بيا غائب شو.

د امام مهدي (عج) د زوکړې له وخته پورې د يولسم امام اکثرو خاصو ملګرو او خپلوانو امام مهدي (عج) وليدلو يا خبر شول چې د امام په کور کښې دی. امام حسن عسکري عليه السلام به د امام مهدي (عج) زوکړه پټه ساتله خو سره له دې به يې په خاصو او مناسبو موقعو کښې خپل باوري ياران د امام له وجوده او شتونه خبرول چې نور خلق هم ترې خبر کړي او ناخبره او ورک لارې پاتې نشي. د نمونې لپاره څو واقعې وړاندې کوم:

1 احمد بن اسحاق چې يو لويې عالم او د امام مهدي (عج) له خاصو ملګرو څخه دی وايي: د امام حسن عسکري عليه السلام خدمت ته ورغلم او غوښتل مې چې د راتلونکي امام او ځاي ناستي پوښتنه ترې وکړم. امام حسن عسکري عليه السلام بې له دې چې ما پوښتنه کړی وي، وفرمايل: چې ای احمده! خداي پاک له هغه وخته چې حضرت ادم عليه سلام يې پيدا کړ زمکه له حجته خالي نۀ ده پريښې او تر قيامته پورې به هم زمکه له حجته خالي نۀ وي ځکه چې د خدايې پاک د حجت په برکت له زمکې بلاګانې لرې کيږي، بارانونه کيږي او د زمکې برکتونه راڅرګنديږي. عرض مې وکړو: اي د خدايې حجته تر تا ورسته امام او ځاي ناستي څوک دي؟

امام په بيړې سره کور ته ننوت او چې کله راووت نو په لاس کښې يې د دريو کالو يو ماشوم ؤ چې مخ يې د سپوږمۍ په شان ځليدۀ. او وې فرمايل: ای اسحاقه! که په خدايې پاک او د هغۀ په امامانو ګران نۀ وی نو دا ځوې مې درته نۀ ښودلو، دې د خدايې د رسول همنامه او هم کنيه دی. دې به زمکه له عدله و انصافه ډکوي لکه څنګه چې له ظلم او زياتي ډکه وي. ای اسحاقه! په دې امت کښې د دۀ مثال د حضرت خضر عليه سلام او ذوالقرنين په شان دی، په خدايې قسم، دې به غائبيږي او د دۀ د غيبت په وخت به يوازې هغه کسان له هلاکته بچ وي چې ددۀ په امامت ولاړ وي او ددۀ د راتللو لپاره دعا کوي. عرض مې وکړو ای زما سرداره! ايا داسې څۀ نښه شته چې زما زړۀ پرې مطمئن او ډاډا شي؟ په دې وخت کښې هغه ماشوم په فصيحې عربۍ کښې وويل: زۀ په زمکه د خدايې پاک حجت يم، هماغه چې له ظالمانو او د خدايې له دښمنانو به انتقام اخلي.[4]

د امام ترور بي بي حکيمه چې يوه پرهيزګاره ښځه وه، د امام حسن عسکري عليه السلام خدمتګار نسيم، ابو جعفر محمد بن عثمان عمري، حسين بن الحسن علوي، عمرو الاهوازي، ابو نصر خادم، کامل بن ابراهيم، علي بن عاصم، عبدالله بن العباس علوي، اسماعيل بن علي، يعقوب بن يوسف ضراب، اسماعيل بن موسی بن جعفر، علي بن مطهر، ابراهيم بن ادريس، طريف خادم، او ابو سهل نوبختي، دا هغه کسان دي چې د امام مهدي (عج) په زوکړې خبر وؤ او روايتونه ترې نقل شوي دي.

3: عيسی بن محمد جوهري وايي: زۀ او زما يو شمېر ملګري د امام مهدي (عج) د زوکړې د مبارکۍ لپاره امام حسن عسکري عليه السلام کره لاړو، زمونږ وروڼو مونږ ته ويلي وو چې امام مهدي (عج) د جمعې په شپه او د شعبان په مياشت کښې پيدا شوی دی. کله چې امام حسن عسکري عليه السلام ته ورسيدو، له سلامه مخکښې مو ورته مبارکي وويله، مخکښې تر دې چې مونږ ترې پوښتنه وکړو وې فرمايل: په تاسو کښې داسې څوک شته چې دا پوښتنه يې زړۀ  ته لويدلې چې زما بچې مهدي عليه السلام چرته دی ما هغه خدايې سره امانت کيښودی دی لکه څنګه چه حضرت موسی عليه السلام مور کله چې موسی په صندوق کښې بند کړ او درياب ته يې واچوؤ په خداي يې وسپارۀ تر دې چې خدايې ورته ستون کړ.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
[1]  . اصول کافي ج 1 ص 514
[2]  . بحار ج 51 ص 2
[3]  . بحار ج 51 ص 12
[4]  . کمال الدين.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.