Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65958
تاریخ انتشار : سه شنبه 10 وری 1400 ساعت : 22:07:53

د آسیا زړه ناستې د سولې پر خوندي کولو او د جګړې پر پای ته رسولو ټینګار وکړ

د هند، ترکیې، ایران، پاکستان، افغانستان او د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د آسیا زړه – استانبول بهیر د بهرنیو چارو وزیرانو په نهمه ناسته کې د سولې پر اړتیا او په افغانستان کې د جګړې  پر پای ته رسیدو ټینګار وکړ.

غونډې ته د وینا پرمهال د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر ویلي، چې دوه ډوله سولې ته اړتیا ده؛ په افغانستان او سیمه کې سوله.

شنکر ویلي: په افغانستان کې دوامداره سوله دوه ډوله سولې ته اړتیا لري؛ په افغانستان کې سوله او په سیمه کې سوله.

شنکر زیاته کړې؛ دا سوله د هېواد دننه او بهر د هرچا له ګټې سره اړخ لګوي.

هغه زیاته کړې؛ که په افغانستان کې شخړې ښکېلې خواوې سوله وغواړي، دوی باید له ښه نیت او سیاسي ژمنتیا سره د خبرو اترو بهیر ته وردننه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړې؛ په سرمشریزه کې ټول ګډون کوونکي ګډ کار کوي، چې افغانستان له روانو جنګونو وژغوري؛ خو دا هڅې جدي ژمنو ته اړتیا لري.

په دې کنفرانس کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف ویلي، تهران په افغانستان کې د افغانانو پر مشرتابه د سولې له بهیره ملاتړ کوي.

ظریف له ملګرو ملتونو غوښتي، چې بهرنيو هېوادونو ته د افغانستان د سولې په بهیر کې د خنډ رامنځټه کولو اجازه ورنکړي.

ظریف زیاته کړې، چې بهرني سرتېري باید له مسوولیت سره  سم افغانستان پریږدي او د سیمې هېوادونه هم باید له داعش سره مبارزې ته چمتو وي.

هغه دا هم ویلي؛ ټول هېوادونه باید چمتو وي، چې داعش په افغانستان کې له مذهبي، توکمیزو او افراطي عناصرو څخه کار وانخلي.

دغه راز د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د آسیا زړه ـ استانبول بهیر غونډې ته ویلي ، چې هغه له ټولو خواوو سره د افغانستان د سولې بهیر د ګړندي کولو لپاره ګډ کار کوي.

اوغلو هیله څرګنده کړې، چې په استانبول کې د افغانستان د سولې غونډه به د پام وړ پایلې ولري.

هغه په ډاګه کړې: مونږ یو شمېر هېوادونو ته بلنه ورکړې او تمه هم لرو، چې د استانبول ناسته به په افغانستان کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره لار اواره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي؛ پاکستان په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښمن دی.

قریشي زیاته کړې: مونږ په افغانستان او بهر کې د تخریب کوونکیو د رول په اړه خبرداری ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازې ډبیرا لاینز هم د آسیا زړه ناستې ته څرګنده کړې، چې د افغانستان د سولې بهیر لپاره د سیمې د هېوادونو ملاتړ اړین دی.

د آسیا زړه غونډه – استانبول بهیر پر ۲۰۱۱ زېږدیز کال د ترکیې په استانبول کې جوړه شوې، موخه یې  له سیمې او نړیوالو ملګرو سره د افغانستان د ګډو ګټو او ننګونو په اړه خبرې دي.

په دغه ناسته کې ۱۵ هېوادونه دایمي غړيتوب لري؛ ۱۷ هېوادونه یې ملاتړي او د ۱۲ سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو استازي په کې ګډون کوي.

د راپورونو له مخې؛ روسیه، چین، هند، پاکستان، افغانستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ترکمنستان، سعودي عربستان، متحده عرب امارات، آذربایجان، ازبکستان او ترکیه د غونډې دایمي غړیوتوب لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.