Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65974
تاریخ انتشار : سه شنبه 17 وری 1400 ساعت : 12:12:52

اشرف غني: نړیواله ټولنه دې تلپاتې سوله او د جګړې پای ډاډمن کړي

ولسمشر غني پرون ( دوشنبه د وري ۱۶) د بېلابېلو ولایتونو له مشرانو سره په کتنه کې په ډاګه کړې، چې روانه جګړه او وینې تویدنې د منلو وړ ندي.

ولسمشر اشرف غني ویلي؛ نړیواله ټولنه باید د تلپاتې سولې او په افغانستان کې د جګړې د پای ضمانت وکړي.

ولسمشر زیاته کړې؛ اساسي قانون د ملي وثیقې په توګه زمونږ د هڅو بنسټ دی.

هغه دا هم ویلي: مونږ په هېواد کې عادلانه او تلپاتې سوله غواړو. زمونږ موخه یو خپلواک، ډیموکراټیک او متحد افغانستان دی او باید له زیانمنېدو وژغورل شي.

اشرف غني زیاته کړې، چې د تېرو څلور لسیزو پر پرتله اوس په هېواد کې د سولې فرصت رامنځته شوی او نړیواله ټولنه پدې اړه له افغانستان سره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د یو شمېر سرچینو د څرګندونو له مخې؛ ولسمشر اشرف غني به د استانبول په ناسته کې، چې ټاکل شوې د وري پر ۲۷ / د اپریل پر ۱۶ جوړه شی؛ برخوالو ته د سولې خپله درې پړاویزه طرحه او تګلاره وړاندې کړي، چې په کې له طالبانو سره هوکړه، د اوربند اعلام او له وخت مخکې ټاکنې رانغښتل شوې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.