Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65976
تاریخ انتشار : چهار شنبه 18 وری 1400 ساعت : 10:43:31

جمهورریس غني د پروستات عملیات کړي

د افغانستان جمهوررییس محمد اشرف غني وایي په کابل کې یې د پروستات عملیات په بریالیتوب شوي دي.

ښاغلي غني په خپل ټویټرلیکلي دي چې دا عملیات د سه شنبې په ماښام « د وري ۱۷مه » د شهید سردار محمد داوود خان په روغتون کې شوي.

هغه لیکلي عملیات یې« د مجربوډاکټرانو» له خوا شوي او له دوی یې مننه کړې ده.

د جمهورریس په ټویټر په دې اړه څه نه دي ویل شوي چې د هغه روغتیایي وضعیت څنګه دی.

ډاکټران وایي په افغانستان کې د پروستات عملیات دوه ډوله سرته رسیږي چې یو د ګیډې د څیرې کولو او بل  د لایزر په وسیله، خو روښانه نه ده چې د جمهورریس دا عملیات په کوم ډول شوي دي.

پروستات ناروغي د عمر په لوړېدو سره زیاتیږي، ولسمشر غني شاوخوا ۷۱ کال عمر لري.

جمهوررییس غني په داسې حال کې د کابل په پوځي روغتون کې عملیات کړي چې ګڼ افغانان د ډېرو عملیاتو له پاره بهرنیو هیوادونو او په تېره پاکستان او هندوستان ته ځي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.