Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65977
تاریخ انتشار : شنبه 21 وری 1400 ساعت : 11:20:57

تادین خان د کندهار له امنیه قومندانۍ استعفا وکړه

د کندهار امنیه قومندان تورنجنرال تادین خان اڅکزي له نژدې دوه نیم کلن ماموریت وروسته استعفا کړې او پر خای یې سید شریف برید جنرال نوی امنیه قومندان معرفي شوی دی.

تادین خان پخپل استعفا لیک کې ویلي، د خپل ورور جنرال عبدالرازق خان اڅکزي د کارنامو ساتلو او د لوی کندهار د ولسونو او نظامیانو په غوښتنه يې دغه مسؤلیت منلی و.

دی زیاتوي، اوس دا مسئولیت د جنرال عبدالرازق یوه ملګري ته سپاري او دی غواړي د سولې بهیر کې خدمت وکړي.

نوی امنیه قومندان ډګروال سید شریف، چې د دریمې سرحدي لوا د څلورم کنډک قوماندان و، د جنرال عبدالرازق اڅکزي له نژدې قوماندانانو څخه و.

د کندهار پولیسو مشر تادین خان اڅکزی وایي، د دغه ولایت ارغنداب ولسوالۍ یې په بشپړه توګه د وسلوالو له شتون څخه خلاصه کړې ده.

د تادین خان په خبره، ''تېره یوه اوونۍ پر وسلوالو له ځمکي او هوا درانه ګوزارونه وشول او د مهمو مشرانو په ګډون یې لسګونه کسان ووژل شول. ''

نوموړی وایي، دم ګړۍ افغان ځواکونه سیمه کي د خښو ماینونو پر شنډولو بوخت دي.

تادین خان وایي، د دغې ولسوالۍ د خوندي ساتلواو ځايي اوسېدونکو د امنیت ساتلو لپاره به مهم ګامونه واخیستل شي او سیمه کي به د ځواکونو شمېر لوړ کړي.

په کندهار کي مېشت ۲۰۵ اتل قول اردو وایي، تېره شپه ارغنداب ولسوالۍ کي پر وسلوالو پراخ هوایي بریدونه شوي او ۳۵ وسلوال پکې وژل شوي دي.

د دغه قول اردو د رسنیو او عامه اړیکو د برخي مشر خواجه یحیی علوي وایي، د کندهار ژړۍ ولسوالۍ کي هم پر وسلوالو طالبانو هوایي بریدونه شوي، چي د ده په خبره ۳۰ وسلوال یې وژلي دي.

علوي وایي د دوی ځواکونه نن (جمعه) سهار هغه سیمو ته ننوتل چي له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د طالبانو لاس کې وې.

نوموړی وایي د دوي انجنیرۍ ډله د هغه لسګونو پلچکونو پر رغولو بوخته ده چې وسلوالو په تېرو څو میاشتو کي وران کړي وو او تر دې دمه یې ۱۵ پلچکونه رغولي دي.

د دغې سرچېنې په خبره افغان امنیتي ځواکونو تېرو دریو ورځو کې ۱۷۳ کړۍ ماینونه چې د وسلوالو له خوا اېښودل شوي شنډ کړي دي.

افغان ځواکونه وایي، لا هم سیمه کې ګڼ ماینونه شته او تمه ښي چې راتلونکو څو ورځو کي به یې شنډ کړي.

د ارغنداب ولسوال محمد شریف رسولي هم وايي چې دغه ولسوالي له شپږو میاشتو وروسته په بشپړه توګه د وسلوالو له شتون څخه پاکه شوه.

ښاغلي رسولي له بي بي سي سره خبرو کې وویل چې د وسلوالو لخوا په لارو کوڅو او باغونو کي د ماینونو خښول د ولسي خلکو خپلو مېنو ته ورګرځېدل ګران کړي دي.

نوموړي وویل، ولسي خلکو ته به هغه مهال د ورستنېدو اجازه ورکړي چې سیمه د ماینونو څخه پاکه شي.

وسلوالو طالبانو د حکومتي ځواکونو د ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

ارغنداب په کندهار کې د انارو د محصول اصلي سیمه بلل کېږي او پر سلګونه جریبه ځمکه دغه باغونه جوړ دي.

په دغه ولسوالۍ کي طالبانو د ۲۰۲۰ کال اکتوبر وروستیو کې برېدونه پیل کړل چي د انارو د محصولاتو ټولولو موسم وو.

څو میاشتنۍ جګړې د دغه ولسوالۍ له خلکو دا فرصت هم واخیست چي د پسرلي موسم کې خپل باغونه جوړ کړي.

د ارغنداب د جګړې پر مهال د لسګونو پلچکونو تر څنګ دغه ولسوالۍ ته غځېدليو لارو اوږدو کې دوه لوی پلونه ویجاړ او د یو شمېر روغتیایي مرکزونو او ښوونځیو ودانۍ هم ویجاړې شوې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.