Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65983
تاریخ انتشار : چهار شنبه 25 وری 1400 ساعت : 17:36:28

طالبان: د بهرنیو عسکرو په شتون کې، د افغانستان په اړه هیڅ کنفرانس کې برخه نه اخلو

داسې مهال چې د امریکا په وړاندیز د ملګرو ملتونو تر سرپرستۍ لاندې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو ناسته رابلل کېږي، په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وایي، تر څو چې بهرني عسکر له افغانستانه وتلي نه وي؛ د افغانستان په اړه کېدونکې هيڅ کنفرانس کې برخه نه اخلي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند «ډاکټر محمد نعیم» پر ټويټر لیکلي «تر هغو چې ټول بهرني ځواکونه زموږ له هېواد څخه نه وي وتلي،د افغانستان اسلامي امارت په هېڅ هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې د افغانستان په اړه پريکړه په کې کېږي.»

د طالبانو پورتنی موقف داسې مهال دی، چې ترکیه وایي، د افغان سولې په تړاو د طالبانو او حکومت د استازو تر منځ د لوړې کچې مشورتي ناسته د روانې میلادي میاشتې له ۲۴-مې نېټې د «مۍ» میاشتې تر څلورمې نېټې په استانبول کې جوړېږي.

ورته مهال یو شمېر غربي رسنۍ وایي، د امریکا ولسمشر بایډن له طالبانو سره له کړې توافقنامې په شا شوی او ښایي په افغانستان کې خپل پوځي حضور د روان میلادي کال د سپتمبر تر یوولسمې نېټې وغځوي.

طالبانو که څه هم په افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور د دوام تازه احتمالي پرېکړې ته تر دې دمه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو تر دې وړاندې يې په بیا، بیا ګواښ کړی و، که بهرني عسکر په ټاکلې نېټه له افغانستانه ونه وځي، په وړاندې به یې تونده جګړه پيل شي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.