Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65989
تاریخ انتشار : چهار شنبه 25 وری 1400 ساعت : 18:32:45

ننګرهار کې د داعشیانو مرستیال قوماندان وژل شوی

د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، په دې ولایت کې د داعش ډلې مرستیال قوماندان او د ماینونو مهر وژل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (چهارشنبه، ۲۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲ قطعې» ځواکونو تېره شپه د ننګرهار ولایت خوګیاڼو ولسوالۍ په چمتلې سیمه کې ځانګړي شپني عملیات ترسره کړي.

هغه زیاتوي، په دې عملیاتو کې د داعش ډلې مرستیال قومندان او د ماینونو جوړولو ماهر لعلي ګل مشهور په مصطفی د مقاومت په پایله کې وژل شوی دی.

ښاغلی خوږیاڼي وایې، د وژل شوي کس څخه یو میل کلاشنکوف، څلور شاجورونه او یو اندازه چاودیدونکې توکي هم د ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

خوږیاڼي زیاته کړه: «تیره شپه د خوږیاڼو ولسوالۍ چمتلې سیمه کې د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې مرستیال قومندان د مقاومت پرمهال وژل شوی نوموړی د ماینونو جوړولو استاد هم و.»

داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.