Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65990
تاریخ انتشار : چهار شنبه 25 وری 1400 ساعت : 18:39:55

د ایران ولسمشر: د شپیتو فیصدو یورانیمو پخول شرارتونو ته ځواب و

ایرنا خبري اژانس وايي د اسلامي ایران ولسمشر ټینګار وکړ د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو پخول شرارتونو ته ځواب و .

هغه نن د کابینې په غونډه کښې په دې خبرې سره چې د ايي ار شپږ() په نوم د سانټري فیوژونو په کار اچول او د شپیتو (۶۰) فیصدو په اندازه د یورانیمو پخول شرارتونو ته ځواب و وویل که چیرې صهیونیسټ رژيم د ایران د ملت پرضد دسیسه وکړه نو ځواب به ورکړو او لومړنی ګام همدا و .

د ایران ولسمشر حسن روحانی ټینګار وکړ دا د صهیونیسټ رژیم خباثتونو ته ځواب دی چې نشي  کولای  د ایران د ملت پرضد دسیسه او په نظنز کښې جنایت وکړي  .

حسن روحاني وویل کله چې صهیونیسټ رژیم جنایت وکړو نو لاسونه به یې پرې کړو .

هغه وویل اقتصادي جنګ غوڅوو او ظلم پاې ته رسوو .

د ایران ولسمشر حسن روحاني ټینګار وکړ د هغو کسانو چې  ایران د خلکو ژوند یې  یرغمل کړی او د ایران د خلکو لپاره د کورونا واکسین او خواړه په برابرولو کښې مشکلات رامینځته کوي لاسونه دې باید غوڅ شي .

هغه دغه راز د ایران انتخابات د هیواد لپاره ډير مهم وبلل .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.