Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65992
تاریخ انتشار : جمعه 27 وری 1400 ساعت : 10:31:13

اشرف غني: افغان ځواکونه په یوازې سر د افغانستان د امنیت د تامینولو توان لري

د افغانستان ولسمشر د امریکې د خارجه وزیر په کتنه کښې په خپل هیواد کښې د امنیت د ټینګښت لپاره د افغان ځواکونو په توانمنۍ ټینګار وکړ

د افغانستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کښې وویل: محمد اشرف غني پرون په کابل کښې د امریکې د خارجه وزیر انتوني بلینکن په کتنه کښې، له ترهګرۍ سره د ټولو هیوادونو په ګډې مبارزې باندې په ټینګار سره وویل: د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو وښودله چې په یوازې سر د خپل هیواد د دفاع قابلیت او وړتیا لري.

د افغانستان ولسمشر له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د اعلان په هرکلي سره زیاته کړه: د کابل حکومت به هڅه وکړي د دغو پوځیانو د وتلو په بهیر کښې ضروري ملګرتیا وکړي.

اشرف غني هم داشان ټینګار وکړ چې د دغه هیواد خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړي دي.

په دغې کتنې کښې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدا... عبدا... هم له خپل هیواده د امریکايي پوځیانو د وتلو هرکلرې وکړ.

د امریکې ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې امریکايي پوځیان به د روان ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر ۱۱ پورې له افغانستانه وباسي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.