Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65996
تاریخ انتشار : جمعه 27 وری 1400 ساعت : 21:33:08

محمد اشرف غني: افغانستان له دړې وړې کېدو سره نه دے مخامخ

افغان ولسمشر په يو آنلائن بحث کښې تاکيد وکړ چې هېواديې له دړې وړې کېدو سره نه دے مخامخ.

د افغان ایرکا خبري اژانس د رپوټ له مخې اشرف غني چې په نظامي ګنجوي نړيوال مرکز کښې په يو آنلائن بحث کښې چې باکو ښار کښې د آذربائيجان جمهوريت په نوښت سره جوړ شوے ؤ د صلحې بهير، له افغانستانه د امريکائي او نېټو نيواکګرو ځواکونو د وتلو فېصله، د سيمه ايزو ملګرتياو او نورو مسائلو په اړه يې خبرې کولې وويل: د افغان مېرمنو مشارکت په ټولو سطحو کښې زيات شوے او اوس هم هغوي خپل استازيتوب کوي.

اشرف غني پرون هم په کابل کښې د امريکې له خارجه وزير آنتوني بلېنکن سره په کتنه کښې له افغانستانه د بهرنيو نيواکګرو ځواکونو د وتلو په هرکلي سره تاکيد وکړ، افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو وښودله چې په يوازې ځان له خپلو هېواد څخه د دفاع قابليت لري.

د افغانستان د ملي مصالحتي عالي شورا مشر عبدا... عبدا... هم د امريکې له خارجه وزير سره په کتنه کښې له خپل هېواده د امريکائي فوځيانو له وتلو هرکلے وکړ.

کارپېژاندي هم په دې باوري دي چې د تېرو څو کلونو تجربې وښودله چې له پرديو سره وابستګي او ورباندې اعتماد او بهروسه مشکلات نه شي هوارولې بلکه د بحران د زياتېدو سبب دي او صلحې، ثبات او ارامښت ته د رسېدو لار لا زياته ګرانه او پېچلې کوي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.