Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65997
تاریخ انتشار : شنبه 28 وری 1400 ساعت : 18:23:22

اسلامی ایران د افغانستان دسولې د بهیر بشپړ ملاتړ کوي

 دواړو لورو همداراز په دغو خبرواترو کې  د دواړو هیوادونود سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند په نهائي کولو او لاسلیک کولو کې دچټکتیاپه ضرورت ټينګار وکړ .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف  د افغانستان له خارجه وزیر محمد حنیف اتمر سره په ټيلیفوني تماس کې  په تیرو دوو لسیزو کې  د افغانستان د  ډيموکراټيکو  بریاؤ او  له تل پاتې سولې سره  ئې  د ارتباط په ساتنې   په ټینګار سره وئيلي دي ، دایران اسلامي جمهوریت  په افغانستان کې د  سولې دبهیر بشپړ ملاتړ کوي .

 دافغانستان خارجه وزیر هم  په دغه ټیلیفوني تماس کې  د دواړو هیوادونو د ملګرتیاؤ او مخ په وده  اړیکو باندې دخوښۍ په څرګندولو سره،د افغانستان  دسولې په بهیر کې  د ایران  د اغیزشیندونکي رول قدرونه وکړه .

 دواړو لورو همداراز په دغو خبرواترو کې  د دواړو هیوادونود سټراټژيکو ملګرتیاؤ د جامع سند په نهائي کولو او لاسلیک کولو کې دچټکتیاپه ضرورت ټينګار وکړ .

 د ایران اسلامی جمهوریت تل په افغانستان کې د جمهوریت له اصل او اساسی قانونه ملاتړکړی او له حکومت سره ئې د حکومت اړیکې  له افغانستان سره دخپل سیاست په  لومړیتوب کې راوستي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.