Share/Save/Bookmark

کد مطلب :65999
تاریخ انتشار : شنبه 28 وری 1400 ساعت : 18:26:43

له افغانستانه د امریکائي پوځيانو په وتلو کې په ځنډ دطالبانوډلې غبرګون

 د امریکا ولسمشر  له افغانستانه د ددغه  هیواد د پوځيانو دشتون د دوام  یا ویستلوپه باب له احتمالی نیوکو د خوندي ساتلو لپاره  هڅه کوي ، لادقیقې ارزونې وکړي ، څو له دې لارې  په وړاندې چیلنجونه لږې اندازې ته  ورسوي .

طالبانو ډلې  له افغانستانه د امریکائي عسکرو په شاتګ کې دځنډ په باب دامریکا نوی دریځ  د دوحې له موافقې سره مخالف بللی دی .

 په قطر کې د طالبانو ډلې دسیاسي دفتر ویندوي محمدنعیم وردک تر راتلونکي ستمبر پورې له افغانستانه د امریکائي عسکرو د ویستلو د ځنډولو په باب ددغه  هیواد د ولسمشر دڅرګندونو په غبرګون کې وئيلی دي، دغه دریځ چې  د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ  د دحې د موافقې  خلاف دی ،  او همداراز دنړیوالو قوانینو او مقرراتو خلاف ورزي ده،او د سولې د بهیر  د اوږدیدا او دتاؤتریخوالي ددوام عامل دی .

 دطالبانو ډلې دغه لوړرپوړي مسئول مقام وئيلي دي ،  په افغانستان کې د اوړي تر وروستیو پورې  دخپلو عسکرو پر پاتکیدو باندې د امریکا په ټينګار سره ، نړیوالو په عمل کې لیدلې ده چې  امریکایان هیڅکله هم  کومې موافقې ته پابنده نه دي او دا ډيره د شرم خبره ده .

  د تیر ۲۰۲۰کال  تروروستیو پورې  له افغانستانه د خپلو عسکرو د ویستلو لپاره  د امریکا او طالبانو  ډلې ترمینځ  له موافقې سره سره ، البته  د ۲۰۲۱ کال دستمبر تر یولسمې نيټې پورې ددغې ژمنتیا په اجرا کې د ځنډ په باب د امریکا د ولسمشر جوزف بایډن دریځ ،په افغانستان کې د امریکا دپوځي شتون په باب په سپينې ماڼۍ کې د نوی فیصلې رابرسیره کیدا ده .

 که څه هم جوبایډن د امریکا دپخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ  له سیاستونو سره  مخالفت ته مخه کړې ده ، خو ددغه هیواد دبهرنی سیاست په سټراټژيو کې د د افغانستان دموضوع د حساسیّت او پيچلتیا په دلیل ،  له افغانستانه دامریکائي پوځیانو د ویستلو موضوع ، لږ ترلږه تر راتلونکي ستمبر پورې ځنډول شوې ده .

 له افغانستانه د  امریکائی پوځيانو د ویستلو په وخت کې دځنډ په باب په سپینې ماڼۍ  د فیصلې دغوره کیدا دعلتونو په باب ،بیلابیل تحیلیلونه وړاندې کیږي  چې   تر ټولو مهم ئې ، له افغانستانه د امریکائي پوځيانو دبشبړ وتلو په باب د دوحې د موافقې د ژمنې د اجرا د پایلو په باب دلازیاتې ارزونې لپاره  د پنځه میاشتني فرصت رامینځةکیدا ده چې  په دې اړه د  امریکا د کانګرس او حکومت د چارواکو ترمینځ  ئې اختلافات رابرسیره کړي دي .

 ددغه ګمان په چوکاټ کې ،  د امریکا ولسمشر  له افغانستانه د ددغه  هیواد د پوځيانو دشتون د دوام  یا ویستلوپه باب له احتمالی نیوکو د خوندي ساتلو لپاره  هڅه کوي ، لادقیقې ارزونې وکړي ، څو له دې لارې  په وړاندې چیلنجونه لږې اندازې ته  ورسوي .  

 له بل پلوه،دا انګیرنه او خیال  هم مطرح دی چې  امریکا په افغانستان کې د سپينې ماڼۍ دسیاستونو او پروګرامونو  د دوام لپاره د یوه جانشین هیواد دموندلو لپاره هڅه کوي ، څو  له دې لارې ، هماغه شان په دغه هیواد کې د خپلې خوښې ډګرونه  کنټرول او مدیریّت ئې وکړائ شي .

 د افغانستان د سولې دخبرواترو د ناستې  په جوړولو کې د ترکیې کوربتوب ته په پام سره ، چې  ترسره کیدا ئې فعلا ځنډول شوې ده،دا احتمال  مطرح شوی دی ، چې د مشارکت لپاره  دسپینې ماڼۍ دخوښې وړ ټاکنه، له افغانستانه د امریکائی پوځیانو له احتمالی وتلو وروسته   په دغه هیواد کې  د انقرې مشارکت  لپاره   همدغه هیواد یعني ترکیه  کیدلی شی ، چې لیرې ښکاري ،  یو هیواد د خپلو ملی ګټو په اساس ،  حاضر شي ، دجانشینۍ په دغه ماډل کې ځان ورځاي کړي .

 له دې ورتیر چې  امریکا، په کوم کړچار سره ، ولې له افغانستانه  دخپلو عسکرو  د ویستلو  دوخت،  لږترلږه تر ستمبر پورې ځنډولی دی ؟، البته  د سپينې ماڼۍ  ددغې ژمنتیا داجرا د وخت اوږدیدا  چې   ددوحې په موافقې کې واضج شوی دی ، د بین الافغاني  خبرواترو  پر بهیر  به ډيرې منفي  اغیزې وشیندي .

  د افغانستان د سولې  د هغوخبرواترو په بهیر کې  دطالبانو ډلې د کارړنګونو اصلي علت ، چې  له تیر ستمبر میاشت راهسې  د قطر  په کوربتوب سره په دوحې کې پیل شوي ،  له دغې ډلې سره د  سولې په موافقې کې د امریکا د ژمنتیاؤ نه اجرا  ده چې سبب شوې ، په افغانستان کې د جنګ د ختمیدا لپاره رامینځةشوي فرصت له بشپړ نابودۍ سره مخامخ شي .

 په همدې دلیل ده چې  د افغانستان حکومت  او ملت ، له طالبانو ډلې سره د سولې په موافقې کې د خپلو ژمنتیاؤ  د اجرا په وړاندې  د  امریکا د  دریځ  دمشخص کیدا غوښتونه کوي  چې له دغې ډلې  سره ئې د سولې دموافقې په لړ کې د کابل  د چارواکو د وروستیو میاشتو  هڅې  له بندون سره مخ کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.