Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66001
تاریخ انتشار : شنبه 28 وری 1400 ساعت : 18:29:45

امنیت شورا د یمن د ملت د کړاؤنو او دردونومسئوله ده

 د یمن د لوړې سیاسی شورا  دغه مسئول مقام همدداراز  په یمن کې دقخطۍ  ذمه وار  امنیت شورا او  دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه  بللي چې  دغې شورا  ورباندې اندیښنه ښودلې ده .

فارس خبری آژانس  راپور ورکړی ،  د یمن د  ملی نجات حکومت د لوړې سیاسی شورا مسئول مقام  محمد علی الحوثي پخپل ټولنیز پیغام کې د ملګروملتو د امنیت شورا  د اعلامیې په غبرګون کې لیکلی دي ،د امنیت شورا اعلامیه هغه شی دی چې  مونږ ئې اټکل  کړی ؤ  او دا ددغې شورا دصادقانه کړچار او د سټنډرډونو دنه  شتون ښودنه کوي .

 الحوثي ټينګار کړی ،په درستو زمینو کې  دغه شان دړې وړې کیدونکی او  لټ کړچار، له امنیت شورا  سه نه ښائي  او امنیت شورا  د یمن په ضد دسعودي تیریګر ائیتلاف  شریکه ده .

 د یمن د لوړې سیاسی شورا  دغه مسئول مقام همدداراز  په یمن کې دقخطۍ  ذمه وار  امنیت شورا او  دسعودي ائيتلاف غړي هیوادونه  بللي چې  دغې شورا  ورباندې اندیښنه ښودلې ده .

 د ملګروملتو  امنیت شورا په یوې اعلامیې کې د یمن په شمال ختیځ کې په مارب ولایت کې سختې نښتې محکومې کړي  او د یمن دملی نجات حکومته ئې غوښتي وو ، دغه نښتې دې ودروي . امنیت شورا  د یمن په ضد دسعودي ائيتلاف  تیریو ته له پامه پرته ، د سعودي عربستان په ضد د یمن دملی نجات حکومت  حملې محکومې کړي او   د یمن په نورو سیمو کې ئې د پوځي بدلونونو په باب  اندیښنه څرګنده کړې ده .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.