Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66004
تاریخ انتشار : شنبه 28 وری 1400 ساعت : 18:35:37

امریکا: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ډېرول شوني دي

امریکایي چارواکو ویلي، چې له افغانستان څخه د ټولو بهرنیو سرتېرو د ډاډمنو وتلو لپاره ښایي په شمېر کې یې ډېروالی رامنځته شي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي د جمعې پر ورځ یوې خبري غونډې ته څرګنده کړې؛ دا به غوره وي، چې تر سپټمبره د لنډې مودې لپاره د سرتېرو د ډاډمنو وتلو لپاره په وړتیاوو کې ډېروالي رامنځته شي.

نوموړي د سرتېرو د رارسیدو او څرنګوالي په اړه پوره څه ندي ویلي.

هغه په دې اړه زیاته کړې؛ لکه څنګه، چې مونږ عراق پریښود، دغه راز په افغانستان کې هم مونږ لوژیستیکي او انجنري مرستې ته اړتیا لرو.

هغه دا هم ویلي، چې د امریکا دفاع وزارت اوسمهال له افغانستان سره د راتلونکیو کلونو پر امنیتي اړیکو کار کوي.

جان کربي زیاته کړې، چې امریکا به له تروریزم سره په مبارزه کې خپلې هڅې روانې ساتي او د ترهګرو د پټنځي د جوړولو مخنیوی به کوي.

کربي زیاته کړې: مونږ په دې برخه کې ډېر ظرفیتونه لرو  او زه نه غواړم پدې اړه تفصيلاتو ته لاړشم، چې مونږ دا ظرفیتونه څنګه کاروو.

هغه دا هم ویلي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل د اړیکو د پرې کولو معنی نلري؛ خو امریکا به د افغان ځواکونو ملاتړ روان ساتي.

دغه راز امریکايي چارواکو ژمنه کړې، چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو معاشونه به ورکوي.

طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه ندي ویلي؛ خو مخکې یې د دې اعلان په غبرګون کې، چې د سپټمبر تر یوولسمې به امریکایي سرتېري له افغانستان څخه وځي ویلي، چې د امریکا دا کړنې به طالب جنګیالي پوځي ټینګار او مقاومت ته اړ کړي، چې مسوولیت به یې د امریکا پر غاړه وي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.