Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66008
تاریخ انتشار : يکشنبه 29 وری 1400 ساعت : 23:16:44

د بهرنیو ځواکونو وتلو ته یي هر اړخیز پلان جوړ کړی دی

نوموړي وویل چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره يې هر اړخیز پلان چمتو کړی دی.

ښاغلي غني دغه خبره نن افغان امنیتي منسوبینو ته د مډالونو د ورکړې په غونډه کې، له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو اعلان ته په اشارې د وینا پر مهال وکړه.

هغه زیاته کړه، «په معاصر تاریخ کې په لومړي ځل د افغانستان لپاره تر ټولو غوره فرصت برابر شوی، موږ له دوو کلونو راهیسې دې ورځې ته بشپړ چمتوالی لرو او د هغوی د وتلو لپاره مو هر اړخیز پلان برابر کړی.»

نوموړي وویل چې د خپلې خاورې د ساتنې لپاره پوره چمتووالی لري او اوس د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان ملي حاکمیت په بشپړ ډول خوندي شي او افغانستان خپله بې طرفي ثابته کړي.

 افغان ولسمشر دغه راز وویل، طالبان د جګړې د دوام لپاره هېڅ راز دیني مشروعیت نه لري او په خبره یې چې د اسلامي نړۍ دیني عالمانو د افغانستان جګړه ناروا بللې ده.

افغان ولسمشر غني زیاته کړه که طالبان سوله کوي، زموږ غېږه ورته پرانیستې او له هغه پرته بل هر انتخاب د جګړې د دوام لپاره د طالبانو پلمه ده.

باید وویل شي چې دغه غونډه نن سهار په چهار چنار ماڼۍ کې جوړ شوي وه چې په کې د کابل ښار د لومړۍ امنیتي حوزې شپاړسو منسوبینو ته د بریال دویمې درجې دولتي مډالونه ورکړل شول.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.