Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66014
تاریخ انتشار : دوشنبه 30 وری 1400 ساعت : 23:23:31

د طالبانو د مشرانو اختلاف د سولې خبرې مشکلې کړي دي

د افغانستان د ولسمشر لوړرتبه سلاکار شاه حسین مرتضوي ټینګار وکړ د طالبانو ډلې په مشرانو کښې اختلاف او ډله ډله کیدا د هیواد د سولې خبرې اترې ستونزمنې کړي دي .

مرتضوي په خپلو څرګندونو کښې د جنګ او د نښې د ختمولو لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د سولې د خبرو اترو د بهیر په هکله وویل  حاضردمه په قطر کښې د طالبانو د مشرانو او په افغانستان کښې د  جنګ په میدان کښې د جنګیالیو ترمینځ هیڅ غږملتیا نشته .

د افغانستان د ولسمشر لوړرتبه سلاکار شاه حسین مرتضوي دې ته په اشارې سره چې د طالبانو ډلې مشران د هیواد د سولې د خبرو اترو لپاره ګډ پروګرام او پلان نلري وویل د فیصلو د ترسره کولو د  مرکزونو شمیر او د طالبانو د اصلي مشر پټیدا مشکلات زیات کړي دي .

ټاکل شوي ده چې د افغانستان د جنګ د ختمیدا لپاره د طالبانو ډلې او د کابل د حکومت ترمینځ د سولې خبرې اترې د اپریل د میاشتې په څلرویشتمه (۲۴) نیټه د ترکیې په استانبول ښار  کښې وشي .

خو طالبانو ډلې ویلي دي تر هغه وخته چې په افغانستان کښې خارجي عسکر وي په دغو خبرو کښې ګډون نه کوي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.