Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66015
تاریخ انتشار : دوشنبه 30 وری 1400 ساعت : 23:25:25

د افغانستان د راتلونکي امنيتي حالت په اړه د امريکې بې مسئوليتي

د امريکې د ملي امنيت صلاحکار جېک ساليوان وړومه ورځ په يوه مرکه کښې وويل چې د هغو واقعاتو په باره کښې چې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته کيږي هيڅه ضمانت نشته.

هغه په افغانستان کښې د لقاعدې او نورو ترهه ګرو ډول د موجودګۍ د پراختيا په باره کښې د خبرداري په ورکولو سره زياته کړه: « د هغو واقعاتو په باره کښې چې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو له وتلو وروسته رامنځته کيږي هيڅه ضمانت نشته. بائيډن په راتلونکي کښې بيا ستنېدو لپاره څه اراده نه لري.»

ساليوان له افغانستانه د امريکې له وتلو څخه د ري پلېکنانو اندېښنو ته په اشارې سره ادعا وکړه چې بائيډن اجازه نه ورکوي چې له افغانستانه د امريکائي ځواکونو له شاتګه وروسته د امريکې د ملي امنيت په خلاف نوي ګواښوننه رامنځته شي.

تېره هفته جوبائيډن په رسمي توګه له افغانستانه د امريکائي فوځيانو وخت اعلان کړ. بائيډن وويل چې د دغه هېواد ټول فوځيان د ستمبر تر يولسمې يعنې ۲۰۰۱ کال د ستمبر په يولسمه نېټه د حملو د شلمې کليزې تر وخته له افغانستانه وباسي.

له دې سره په يو وخت نېټو هم اعلان وکړ چې له امريکې سره يوځاے له افغانستانه ووځي. بائيډن په عېن حال کښې ويلي  وو چې د امريکائي ځواکونو له وتلو وروسته به هم له افغانستان سره ډېپلومېټکې او بشردوستانه مرستې جاري وساتي.

د امريکې خارجه وزير آنتوني بلېنکن هم ادعا وکړه چې له افغانستانه يې د ځواکونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمېنځ د سټراټيجکوتعلقاتو د کمزورۍ په معنا نه وي.

افغانستان ته د توجه په باره کښې د امريکې د لوړرتبه چارواکو د وعدو باوجود داسې ښکاري چې د امريکې د امنيت د صلاحکار وروستۍ څرګندونې د دغه جنګ ځپلي هېواد د راتلونکي حالت په اړ د بائيډن د حکومت د نظر د حقيقي ماهيت ښودنه کوي. د افغانستان په باره کښې د بائيډن د حکومت د لوړ رتبه امنيتي چارواکي په توګه د ساليوان دريځ له افغانستانه د د امريکائي ځواکونو له وتلو وروسته د دغه هېواد په وړاندې د واشنګټن د پوره بې مسئوليتۍ او غېرذمه دارانه پالېسۍ ښودنه کوي.

امريکې د ۲۰۰۱ کال د ستمبر له يولسمې له پېښې وروسته په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د طالب ډلې د حکومت د نسکورولو په بهانه چې له القاعدې ترهه ګرې ډلې سره په ملګرتيا يې تورن کړے ؤ په دغه هېواد حمله وکړه او طالب رژيم يې نسکور کړ. د شمېرنو له مخې په دغه فوځي نيواک کښې چې د ناامنيو او ويجاړيو له زياتېدو نه بغېر يې څه نتيجه ونه لرله ، په زرګونو عامه افغانان هم ووژل شول. په افغانستان کښې د امريکې او نېټو فوځي شتون د دغه هېواد د خلقو له قتل عامه، د ناامنيو، د نشه ايزو موادو له بې مخينې زياتېدو نه بغېر بله څه نتيجه نه ده لرلې.

په تېرو شلو کلونو کښې د طالب ډلې د بيا قوت په موندلو او د صلحې په هغې موافقې سره چې د ټرمپ حکومت ورسره په دوحه کښې لاسليک کړه، اوس بائيډن مجبوراً او بې د څه لاسته راوړنې له حاصلولو دغه نيواک چې د ويتنام له جنګ نه يې څو چنده زياتې ناکامۍ لرلې وې ختموي.

دا په داسې حال کښې دي چې کارپېژاندي او د افغانستان ځينو چارواکو د امريکې او نېټو د ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کښې د قوت د خلاء د رامنځټه کېدو  او په افغانستان کښې د جنګ د پراختيا لپاره له دغې مسئلې څخه د طالب ډلې د ناوړې استفادې په باره کښې خبردارے ورکړےدے. همدارنګ له دې سره سره د قوت دغه خلاء به د القاعدې او داعش په شان د ترهه ګرو ډلو د فعاليتونو د زياتېدو سبب شي.

بله دا چې اوس د امريکې په دننه کښې هم له افغانستانه د دغه هېواد د فوځيانو د وتلو په باره کښې د نظر يووالے نشته.

وال سټريت جرنل ورځپاڼې د تېر ايتوار په ورځ رپوټ ورکړ چې د امريکې فوځي قوماندانان  اندېښمن دي چې د بائيډن فېصله به د افغانستان امنيت ته زيان ورسوي نو ځکه په دغه هېواد کښې د دوه نيم زرو امريکائي فوځيانو د ساتلو غوښتونکي دي. د امريکې د فوځ په دغو اندېښنه لرونکو قوماندانانو کښې د امريکې د دفاع وزير لوئيډ آسټين هم شامل دے.

هغه خبردارے ورکړے چې له افغانستانه په بشپړه توګه د امريکائي ځواکونو وتل د دغه هېواد د امنيت په ګټه نه شي کېدې. همدارنګ داسې ښکاري چې د بائيډن حکومت له افغانستانه د روان ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر يولسمې د امريکائي ځواکونو د وتلو  لپاره د دغه هېواد لپاره امنيتي نتائجو ته بې له پامه عملي اراده لري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.