Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66016
تاریخ انتشار : دوشنبه 30 وری 1400 ساعت : 23:27:23

د ایران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستی شهید شو

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان ځای ناستی سردار حجازي د زړه د ناروغۍ له کبله شهید شو .

د ایران د سپاه پاسداران ځواک د عمومي اړیکو د دفتر په خبر پاڼه کښې ویل شوي دي د قدس ځواک د قومندان ځای ناستی او سرلوړی جانباز او ستر سردار برید جنرال پاسدار سید محمد حسین زاده حجازی اسلامي ټاټوبي او نظام د خدمت  او د انقلاب د ساتنې  په بیلابیلو ډګرونو کښې له کلونو کلونو مجاهدت او مخلصانه او نه ستړي کیدونکو  هڅو  وروسته د زړه د ناروغۍ له کبله شهید شو  او د شهیدانو له سترې قافلې سره یوځاې شو .

سردار حجازي چې په خپلې کارنامې کښې څه موده په لبنان کښې د سپاه پاسداران ځواک مسولیت پرغاړه درلود  او په وروستیو کلونو کښې له تکفیري ترهګرۍ او داعش ډلې سره د مقابلې په ډګر کښې یې د اسلامي مقاومت له جبهې سره د مرستې او د حرم له مدافعانو سره د مرستې لپاره خپلې ارزښمنې تجربې وکارولې او هغه د ډګر جنرال حاج قاسم سلیماني له شهادت وروسته د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندان پاسدار اسماعیل قااني په وړاندیز سره  د سپاه پاسداران د قومندان برید جنرال حسین سلامي په حکم سره د قدس ځواک د  قومندان د ځای ناستي په توګه وټاکل شو او هغه خپل ارزښمن خدمتونه په یادګار پریښودل .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.