Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66019
تاریخ انتشار : چهار شنبه 1 غوایی 1400 ساعت : 17:45:14

په ترکیه کې جوړېدونکې ناسته؛ چاوش اوغلو: د ناستې د ځنډېدلو لوی لامل د وخت کموالی دی

په استانبول کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې د افغان سولې په تړاو جوړېدونکې ناسته د هغو کسانو په خاطر تر نامعلومې نېټې وځنډېده، چې د ګډون لپاره یې بشپړ چمتووالی نه درلود.

تېره شپه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ‘مولود چاوش اوغلو’ رسنیو ته وویل، دا غونډه د هغه وخت د کموالي له امله وځنډېده، چې ټولو ټاکل شوو کسانو پکې ګډون نشوای کولای.

د اوغلو په خبره، دې ناستې ته ۳ ورځې پاتې دي او ځینې کسانو نشوای کولای چې په راتلونکو دریو ورځو کې چمتو شي.

چاش اوغلو دا نه دي ویلي، چې د دې ناستې د بیا ترسره کېدو دقیق وخت به کوم وي، خو د معلوماتو له مخې چې ښايي تر کوچني اختر وروسته وشي.

د افغان سولې په تړاو دا جوړېدونکې ناسته د دویم ځل لپاره ځنډېږي، ټاکل شوې وه، چې وروستی ځل د راتلونکې شنبې پر ورځ په استانبول کې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان حکومت په دې ناسته کې د بشپړ چمتووالي خبره کړې، او د ملي مصالحې د پرونۍ اعلامیې له مخې چې د ناستې لپاره یې د ګډون‌کوونکو نوملړ هم بشپړ کړی دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.