Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66027
تاریخ انتشار : پنج شنبه 2 غوایی 1400 ساعت : 09:34:43

ولسمشر غني کندهار ته رسېدلى

ولسمشر اشرف غني د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کندهار ولايت ته رسېدلى دى.

د کندهار ولايت مقام وايي چې ولسمشر غني نن سهار وخته کندهار ته رسېدلى او ټاکل شوې ده، چې تر ټولو مخکې به په کندهار ولايت کې نوى جوړ شوى د مومند روغتون پرانسته وکړی.

سرچينې زياته کړه، چې ولسمشر غني به په ولايت مقام کې ددې ولايت د چارواکو، قومي مشرانو او نورو خلکو يوې لويې غونډې ته هم وينا وکړه.

ددې ترڅنګ ولسمشر غني به د کندهار او ګاونډيو ولايتونو د امنيت په اړه هم له امنيتي مسوولينو سره خبرې کوي او د يو شمېر ټولنو له استازو سره هم ګوري.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.