Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66055
تاریخ انتشار : چهار شنبه 8 غوایی 1400 ساعت : 11:49:33

د اسرائیلي ځواکونو له لوري د فلسطیني ماشومانو شکنجه

د فلسطیني اسیرانو د چارو د رسیدګۍ ادارې په خبل راپور کې د صهیونیستي ځواکونو له لوري د فلسطیني ماشومانو د شکنجې خبر ورکړ.

د القدس العربي ورځپاڼې په وېنا، د فلسطیني اسیرانو د چارو یوې مسئولي ادارې ویلي: د اسرائیل تیری ګرو ځواکونو د اردن د سیند په لوېدیځه غاړه کې ۳ ماشومان یې تر نیولو وروسته په وحشیانه توګه وهلي او شکنجه کړي دي.

دغه فلسطیني ادارې ټینګار وکړ چي صهیونیستي ځواکونو  ۳ ماشومان یې تر نیولو وروسته په سخټه ډبولي او بیایې خپل قرارګاه ته بیولي دي او هلته یې په نس کې ورختلي او په سر باندې په لغتو وهلي دي.

د یادي ادارې له راپور سره سم، اسرائیلي ځواکونه د ماشومانو د جسمي او نفسیاتي شکنجې لپاره له هري طریقي څخه کار اخلي.

کابو ۵ زره فلسطیني وګړې د اسرائیلو په زندانونو کې بندیان دي چي ۳۹ تنې ښځې او ۱۵۵ ماشومان هم پکښې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.