Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66067
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غوایی 1400 ساعت : 23:34:06

اشرف غني له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتنې د پیلیدو هرکلې وکړ

ولسمشر غنی له خپل هیواده د بهرنیو نیواکګرو پوځیانو د وتلو د شروع کیدو هرکلې کړی دی.

محمد اشرف غني د افغانستان د ولسي او مشرانو جرګو د استازو په کتنه کښې له دغه هیواد څخه د بهرنیو پوځیانو وتل د کابل په ملي، سیمه ایزو او نړیوالو سیاستونو کښې د بیا کتنې لپاره یو فرصت وباله او په راتلونکو دوو کلونو کښې د دغه هیواد د اداره کولو په موخه د یوې جامع طرحې د وړاندې کولو لپاره په هلوځلو یې ټینګار وکړ.

ولسمشر غنی د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له غړو وغوښتل چې د افغانستان د مهمو مسائلو په تیره بیا په دغه هیواد کښې د پایدارې او عادلانه صلحې د ټینګښت لپاره د سراسري اجماع په هکله خپل پروګرامونه وړاندې کړي.

د ویلو ده چې پرون له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتنې له پیلیدو سره هم مهاله په هلمند ولایت کښې د دغه هیواد یوه پوځي اډه په رسمي توګه د افغانستان د ملي اردو ځواکونو ته وسپارله شوه او د امریکې بیرغ ترې کوز کړې شو.

د امریکې ولسمشر جو بایډن په دې وروستیو کښې ویلي چې د دغه هیواد پوځیان به د روان ۲۰۲۱ کال د ستمبر تر ۱۱ نیټې له افغانستانه ووځي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.