Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66068
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غوایی 1400 ساعت : 23:35:51

دبهرنیو ځواکونو د وتو د پای پر نېټې د امریکا او طالبانو ترمنځ بحث

طالبان او امریکا د جولای تر لومړیو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر د پای په هکله سره پر بحث بوخت دي.

له دغو بحثونو باخبرې سرچینې د دغه خبر له پخلي سره وايي که چېرې امریکا او طالبان په دې هکله یوې هوکړې ته سره ورسېږي، طالب ډله به بیاځلې مذاکرې ته راستنه شي، د ترکیې په غونډه کې به ګډون وکړي او تاوتریخوالی به هم کم کړي.
   
طالبان د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې د ټولو امریکايي ځواکونو نه وتل او د سپټمبر تر یوولسمې پورې د دغه بهیر بشپړېدل، د دوحې د موافقې نقض ګڼي او د سولې په هکله هر ډول غونډه کې یې ګډون رد کړی دی.

خو اوس دا ډله د یوې بلې نېټې د ټاکلو پر سر له امریکایانو سره د مذاکرې په حال کې ده او هڅه یې دا ده چې د جولای میاشتې تر لومړیو له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو پر سر، سره موافقې ته ورسېږي او  په دې سره د دواړو لورو ترمنځ رامنځته شوې بې باوري ختمه شي.
                   
پخوانی طالب قومندان سید اکبر آغا په دې هکله وايي:«لکه څرنګه چې امریکا د وتلو لپاره وخت تعیین کړی دی، طالبان هغه نه مني او یو وخت به وټاکي چې یو منځنۍ وخت وي او د دواړو لوریو لپاره د منلو وړ وي.»

بلخو د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد په بریاليتوب سره د استانبول کنفرانس د جوړېدو لپاره د خپلو سیمه ییزو سفرونو په لړ کې نن کابل ته رارسېدلی دی.

پرون زلمي خلیل زاد د ازبیکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره هم لیدلي دي او دواړه لوري پر دې سره سلا شوي چې ټول لوري باید د داسې پراخې سیاسي حل لارې ملاتړ وکړي چې د افغانستان څلوېښت کلنه جګړه پای ته ورسوي.

بلخوا د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش طالبان یوه باغي او له سولې تښتېدونکې ډله ګڼي او وايي چې دغه ډله واک ته تږې ده:«طالب ډله نن د دې په دلیل چې له سولې تېښته کوي یوازې یوه یاغي او باغي ډله پېژندل کېږي.»

زلمي خلیل زاد په ازبیکستان کې له مارشال عبدالرشید دوستم سره هم کتلي دي.
             
د مارشال عبدالرشید دوستم ویاند احسان نیرو وویل:«د استانبول غوندې او د دواړو لوریو ترمنځ د سیاسي اجماع په هکله بحث شوی دی.»

زلمي خلیل زاد ازبیکستان ته له خپل سفر وړاندې د افغانستان اسلامي جمهوریت او د طالبانو له پلاویو سره هم جلا جلا کتلي دي.
             
د افغانستان اسلامي جمهوریت د مرکچي پلاوي غړی غلام فاروق مجروح وايي:«د ترکیې جوړېدونکې غونډې څخه هر کلی شوی دی او د امریکا استازي له افغان دولت او ملت سره د خپلو د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.»

د استانبول کنفرانس د طالبانو د نه ګډون له امله تر اوسه دوه ځلي ځنډېدلی دی، تمه دا ده چې دغه کنفرانس له کوچني اختر وروسته جوړ شي، خو لاهم په دغه کنفرانس کې د طالبانو ګډون پرېکنده شوی نه دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.