Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66070
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غوایی 1400 ساعت : 23:38:05

سیاستوال: له سیاسي اجماع پرته به افغانستان له کړکېج سره مخ شي

ځينې سیاستوال وايي چې د سولې بهیر کې سیاسي اجماع ته د افغانستان نه رسېدل به دغه هېواد د بهرنیو ځواکونو له وتو وروسته له کړکېچ سره مخ کړي.

ولسمشر غني له پرون ورځې راهیسې د محمد محقق، ذبیح الله مجددي، حاجي دین محمد، سعادت منصور نادري، میر رحمن رحماني او فضل هادي مسلمیار په ګډون له یو شمېر سیاسي څېرو سره کتلي دي.

ذبیح الله مجددي وایي چې ولسمشر له نوموړي سره په کتنه کې د جمهوریت د سولې د طرحې او په سولې بهیر کې د اجماع د رامنځته کېدو په هکله خبرې کړې دي.

نوموړی زیاتوي:«ډېره اړینه ده چې موږ د هېواد د اعتماد وړ شخصتونو یو عالي پلاوی ولرو چې هم وکړای شي د ملي روغې جوړې عالي شورا ته او هم ولسمشر ته مشوره ورکړي او د دواړو لوریو د باور وړ هم وي.»

ښاغلی مجددي وایي چې که څه هم حکومت په ځنډ سره د سولې په برخه کې د سیاستوالو او حکومت د نظرونو د یو کولو لپاره ګام اخیستی دی، خو دا هڅې باید په جدي توګه دوام ومومي.

ذبیح الله مجددي څرګنده کړه:«افغانان باید په خپلو کې سره جوړ شي د هېواد لویو مسایلو ته باید جدي واوسي دا یو فرصت دی که چېرې سوله ونه شي افغانستان د تباهۍ په لور ځي.»

بل خوا د ولسي جرګې رییس وایي چې ده له ولسمشر سره د سولې په بهیر کې د پارلمان د رول او د بهرنیو ځواکونو له بشپړ وتلو وروسته د افغانستان د راتلونکې په تړاو د اندېښنو او پایدونکې سولې ته د رسېدو لپاره د سیاستوالو د یو بل منلو په هکله خبرې کړې دي.

د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني وویل:«د سولې بهیر د چټکتیا موضوع او د ملاتړو هېوادونو د ملاتړ جلب او له طالبانو سره د سولې په هکله واحده پرېکړه.»

په داسې وضعیت کې چې له طالبانو سره د سولې راتلونکی ناڅرګند دی او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د کورنۍ جګړې په تړاو اندېسنې هم څرګندې شوې دي، خلک په دې باور دی چې له دغه وضعیت نه د وتلو یوازینۍ لار د یو بل منل دي.
 
ولسمشر تر دې وړاندې ویلي دي چې د دولت عالي شورا له سیاستوالو سره د مشورې او د افغانستان د جګړې او سولې د مشرۍ لپاره جوړوي، خو څرګنده نه ده چې کله د دې شورا د غړو نوملړ وروستی کېږي او د دې شورا غونډې جوړېږي.

ټاکل شوې وه، په دې اونۍ کې په ارګ کې د سیاسي څېرو غونډې جوړه شي، خو ظاهراً دغه غونډې د زلمي خلیل زاد د سفر له امله ځنډېدلې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.