Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66072
تاریخ انتشار : دوشنبه 13 غوایی 1400 ساعت : 23:40:17

د والیانو ټاکنیز کېدو په پار مزار شریف کې د ملي جنبش ګوند لاریون

د مارشال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ملي ګوند پلویانو په مزار شریف کې، د یوه لاریون په ترڅ کې د والیانو او ښاروالانو د انتخابي کېدو غوښتنه کړې ده.

لاریونوال د فاریاب لپاره د نوي والي په ګومارنه اعتراض لري او وايي، په دې هکله باید جنبش ګوند سره مشوره شوې وای.

په بلخ کې د جنبش ګوند د ولایتي شورا رییس سید شمس‌الدین سادات وویل:«غیر متمرکز حکومت غواړو، انتخابي والیان غواړو، انتخابي ولسوالان غواړو، انتخابي شاروالان غواړو دا زموږ د مشرانو غوښتنه ده.»

معترضینو د هدفي وژنو په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړې او پر حکومت یې غږ کړی، چې په تخار کې د جنبش ملي ګوند د مرستیال پيرم قول ضیايي د وژنې عاملان دې ژر تر ژره ونیسي.

دغه معترضان چې خپل لاریون یې د مارشال عبدالرشید دوستم له کوره پېل کړ، د مزارشریف په زړه کې د امیرعلي شیرنوایي څلي ته نږدې راټول شوي دي او د والیانو د ټاکل کېدو د درېدو غوښتنه کوي.
 
 معترض فدامحمد فرزام وايي:«موږ د هېواد په ولایتونو په ځانګړې توګه په فاریاب ولایت کې د دولتي مسوولینو د ګومارنې د بهیر د درېدو چې د خلکو د غوښتنو او تمې پر خلاف دی او له شک پرته چې منفي او نه جبران کېدونکې پایلې به هم ولري، یوو.»

د والیانو او ښاروالان د ټاکنیز کېدو لپاره د جنبش ګوند د پلویانو اعتراضونو شاوخو دوه اونۍ وړاندې هغه مهال پېل شول چې د سیمه ییزو ارګانونو ادارې د فاریاب پخوانی والي نقیب الله قایق له دندې لېرې کړ او د هغه پر ځای یې محمد داوود لغمان د فاریاب د نوي والي په توګه وټاکه.

په بلخ کې د جنبش ګوند د ښځو د شورا مرستیاله مریم حیدري څرګندوي:«باید چې والي د خلکو په غوښتنه وي، ښاروال د خلکو په غوښتنه وي.»

تر دې وړاندې هم په فاریاب، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې د جنبش ګوند پلویانو د والیانو او ښاروالانو د ټاکنیز کېدو لپاره لاریونونه کړي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.