Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66073
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 غوایی 1400 ساعت : 23:18:22
په ايران کښې د حماس غورځنګ د دفتر مشر:

د فلسطين د علاج نسخه د قدس شريف تربېرغ لاندې يووالے دے

په تهران کښې د حماس غورځنګ د دفتر مشرد فلسطين د علاج نسخته د قدس شريف تربېرغ لاندې وحدت او يووالے وبلۀ.

خالد قدومي زمونږ له خبريال سره په مرکه کښې دې ته په اشارې سره چې د قدس شريف مسئله د حق او باطل ترمېنځ د جنګ مسئله ده زياته کړه: د قدس د نړيوال ورځې دود يو تاريخي اړخ او بل نننے اړخ لري. په تاريخي مسئله کښې امام خميني (رح)حتی د اسلامي انقلاب له کاميابۍ نه مخکښې دې مسئلې ته پاملرنه کړې ده.

خالد قدومي وويل: د ايران د شخصيتونو او عالمانو وژله او د سيمې او نړۍ د هېوادونو د امنيت او ثبات په خلاف اقدام داسې مسائل دي چې صهيونېسټ رژيم پکښې نېغ په نېغه لاس لري.

د فلسطين د اسلامي جهاد غورځنګ استازي ناصر ابوشريف هم وويل: نن د نيواکي فلسطين او غزې ترمېنځ د داسې مخنيونکې موازنې کتونکي يوو چې د شهيدالحاج قاسم سلېماني په شان کسانو په کوشش سره عملي شوه.

هغه د قدس د آزادۍ يوم الله نومې خاصه غونډه کښې واضحه کړه، د قدس نړيواله ورځ يوم الله او د تاريخ د ترټولو خطرناک يرغل په وړاندې د اسلامي امت د پاڅون ورځ ده.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.