Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66074
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 غوایی 1400 ساعت : 23:20:39

د افغانستان د ملي امنيت مشر رسنې وګواښلې

دافغانستان د ملي منيت د ادارې مشر د رسنيو په ګواښلو سره تاکيد وکړ، هر چا چې له ترهه ګرو سره ارتباط ټينګ کړ ورسره به د ترهه ګر به شان سلوک کيږي.

د افغان ایرکا خبري اژانس د رپوټ له مخې احمد ضياء سراج د افغانستان د پارلېمان په محرمانه غونډه کښې رسنيو ته په خبرداري ورکولو سره وويل: زمونږ مطبوعات، سياستوالان و کارپېژاندي پکار دے د دښمن نفسياتي جنګ ته متوجه اوسي. هرچا چې له ترهه ګرو سره ارتباط پېدا کړ او د هغوي په ګټه تبليغات کوي ورسره به د يو ترهه ګر په څېر سلوک وکړوو.

دغه څرګندونې د افغانستان په ولسي جرګه کښې د غزني ولايت استازي عارف رحماني د دغه هېواد د ملي امنيت د ادارې د مشر په نقل سره ټوئيټ کړې دي.

د احمد ضياء سراج دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې له دې مخکې په افغانستان کښې رسنيو د بيان د ازادۍ په لاره کښې د خنډونو په اړه خبردارے ورکړے ؤ.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.