Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66076
تاریخ انتشار : چهار شنبه 15 غوایی 1400 ساعت : 23:24:11

د بغلان ولایت برکه ولسوالي طالب ډلې ونيوله

د بغلان امنیتي سرچينې د طالب ډلې په لاسو د برکې ولسوالۍ د نيولو خبر ورکړ.

د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند احمدجاوید بشارت مني، چې دغه ولسوالۍ طالبانو سقوط کړې؛ خو وايي چې طالبانو له څو استقامتونو په ولسوالۍ بریدونه کړي چې امنیتي ځواکونو د عامه خلقو د سرتاوانونو د مخنيوي په هدف سره  په تکتیکي ډول شاتګ کړے او ولسوالي یې طالبانو ته پريښې ده.

امنیه قومنداني وائي، اوس امنیتي ځواکونه د نهرین په تاوشخ کوتل کښې ځای پرځای شوي او ادعا کوي چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دواړو لورو ته د اوښتو تلفاتو په اړه کره جزیات په لاس کې نشته.

خو د وسله والو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، تیره شپه د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ مرکزي ودانۍ، امنیه قومندانۍ، لسګونه پوستې نیولي او ګڼ سازوسامانونه او وسلې د دوې لاس ته ورغلې دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.