Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66096
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غوایی 1400 ساعت : 18:25:26

هغه کسان چې له افغانستان سره ئې زړونه تړلي،وروروژله ختمه کړي

دهغو معصومو او روژتي انجونو په غم کې شریک یوو  چې په مظلوم ډول  د تکفیری داعشیانو  قرباني شوي ، هغه تکفیریان چې ښودلې ئې ده ، اسلام او  انسانیّت نه پيژني.

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی جمهوریت  دقضایه قوې مشر سید ابراهیم ریئسي په کابل کې د ترهه ګرې پيښې په اړه د  افغانستان شجاع او میړني ملت ته تسلیّت وئیلی  او وئيلي ئې دي ،په کابل کې وحشی ډوله  او بوږنونکي ترهه ګره پيښه او ددغې پيښې زړه دردونکي عکسونه او صحنې د  هر وجدان لرونکي انسان زړه دردوي . ابراهیم رئیسي  وئیلي دي ، د روژې په مبارکې میاشتې کې  د معصومو زلمیانو اوماشومانو ټوټه کول  د هغو  بزدلو درندګانو  کار دی چې  له اسلام او انسانیّته نه دي خبر .

 همداراز د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف  هم  په کابل کې د انجونو په ښونځي د پرونۍ ترهه ګرې حملې په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې  نن لیکلي دي ، اوس ئې وخت رارسیدلی ، هغه درست کسان چې له افغانستان  او اسلام سره ئې زړونه تړلي دي ، له وروز وژلې لاس واخلي او په یوموټي کیدا سره دې په بې وطنه داعشیانو باندې دې  ډګر تنګ کړي .

 جواد ظریف  په دوام  کې لیکلي دي ،دهغو معصومو او روژتي انجونو په غم کې شریک یوو  چې په مظلوم ډول  د تکفیری داعشیانو  قرباني شوي ، هغه تکفیریان چې ښودلې ئې ده ، اسلام او  انسانیّت نه پيژني .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.