Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66097
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غوایی 1400 ساعت : 18:29:48

امریکادې د دوحې د موافقې خلاف ورزي نه کوي

ملاهبت ا... همداراز د سولې په خبرواترو کې دخار پار د اچولو په باب ددغې ډلې په ضد دافغانستان دحکومت په تورونو هم نیوکې کړي دي .

د طالبانو ډلې مشر ملاهبت ا... اخونزاده د دوحې د موافقې دخلاف ورزۍ په باب امریکا ته په خبرداري ورکولو سره  وئيلی دي،د دوحې د موافقې په اساس د طالبانو ډلې بندیان تر دې دمه خوشي شوي نه دي او د طالب مشرانو په ضد اوله دغې ډلې سره په اړونده اورګانونو  لګیدلي بندیزونه  هم نه دي ختم شوي .

ملاهبت ا... همداراز د سولې په خبرواترو کې دخار پار د اچولو په باب ددغې ډلې په ضد دافغانستان دحکومت په تورونو هم نیوکې کړي دي .

 د طالبانو ډلې مشر د سولې په خبرواترو کې د دغې ډلې پر  رول په ټينګار سره  پر افغان حکومت غږ کړی ، له سولې سره په ارتباط کې دې له هرډول غونډې مخکې دغه ډله خبروي،څو په موقع او په وخت فیصله وکړائ شي .

 ددغه راپور په اساس،د طالبانو ډلې مشر پخپل دغه پیغام کې د روژې په مبارکې میاشتې کې د نښتو درولو  او همداراز د استانبول  غونډې ته هیڅ  اشاره نه ده کړې .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.