Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66099
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غوایی 1400 ساعت : 18:32:38

د کابل د غمیزې د شهیدانو شمیر نورهم زیات شو

د کابل  په لویدیځ  کې د انجونو په ښونځي  دغه بوږنونکي حمله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  غبرګونونو سره مخ شوې ده او  ډيری په دې اند دي چې د افغانستان  حکومتي ادارې او امریکائي نیواکګر  ددغه هیواد امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او  افغان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې  د لسګونو بې ګناه روژتیانو  وینه توي نه کړي .

زمونږخبریال راپور راکړ  د افغانستان په کابل کې د یوه ښونځي مخې ته  په درو بوږنونکو  چاودنو کې  د شهیدانو شمیر ۵۵ تنو او د ټپیانو شمیر هم  یو سل پنځوسو ته رسیدلی دی .

 راپور ښئ د کابل  د روغتون مسئولانو  له خلکو غوښتي دي ،  هغو کسانو ته دې چې مرګي حاله دي ، وینه  ورکړي .

ددغه راپور په اساس  په دغې بوږنونکي پيښې کې زیاتره مرګ ژوبلې  زده کونکو ته اوښتي دي .

 له دې مخکې د شهیدانو شمیر دیرش او د ټپيانو شمیر هم څه دپاسه یو سل دیرش ښودل شوی ؤ ، د افغانستان  حکومت ددغې پيښې  مسئولیّت پر  طالبانو ډلې وراچولی ،خو  طالبانو ډلې ددغې غمیزې په محکومولو سره وئيلي دي ،دوي دغه شان جنایتونه نه کوي او دا  داعشي جنایتکار او بهرني نیواکګر دي ، چې  د افغان ولس ئې دغه وضعیّت ته رسولی دی .

 د کابل  په لویدیځ  کې د انجونو په ښونځي  دغه بوږنونکي حمله  له ډيرو داخلی او بهرنیو  غبرګونونو سره مخ شوې ده او  ډيری په دې اند دي چې د افغانستان  حکومتي ادارې او امریکائي نیواکګر  ددغه هیواد امنیت په ټينګولو کې پاتې راغلي او  افغان ولس ئې د تکفیری ترهه ګرو په رحم وکرم پریښودلی دی  او داسې کومه ورځ نشته چې  د لسګونو بې ګناه روژتیانو  وینه توي نه کړي .

داپه داسې حال کې دي چې د پاکستان خارجه وزارت  هم دیوې اعلامیې په خپرولوسره د کابل پرونۍ بوږنونکي غمیزه په کلکه غندلې و وئیلي ئې دي ،دترهه ګرۍ په ضد په جنګ کې  د  خپلو افغان وروڼو خویندو  ترڅنګ کلک ولاړ یوو


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.