Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66100
تاریخ انتشار : يکشنبه 19 غوایی 1400 ساعت : 18:34:50

اسلامی نړۍدې داسرائیلود جنایتونو ددرولولپاره اقدام وکړي

 دصهونیسټ رژيم  جنایتونه  له درستو سرو کرښو تیر شوي  او  د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي  او دقدس ښار  او د هغه اسلامی تاریخ   او موجودیّت ، ددغې سیمې  دا وسیدونکو  رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې  په نښه کړې ده ،

زمونږخبریال راپور راکړ  د  فلسطین داسلامی مقاومت غورځنګ حماس دسیاسی دفتر مشر اسماعیل هنیه  داسلامی انقلاب معظم لارښود ته په یوه پیغام کې په نیواکي قدس کې دروانو بدلونونو او پيښو په بیانولو سره ، داسرائيلي نیواکګرو دجنایتونو ددرولو او دقدس له اوسیدونکو څخه دملاتړ لپاره  داسلامی نړۍ دپریکنده دریځ غوره کولو غوښتنه کړې ده .

 اسماعیل هنیه نن  داسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي ته په دغه پیغام کې  ټینګار کړی، د قدس  او باب العامود سیمې او شیخ جراح  او همداراز دالاقصی جومات او دهغه  د معتکفینو  په ضد  د صهیونیسټانو  حملې او تیري ، دښارګوټو  جوړونې ته د رواوالي ورکولو ، دفلسطنیانو دکوچولو ، د دوي دکورونو دمصادره کولو او د الاقصی جومات د ځاي او وخت د ویشلو  او ددغه مقدس ځاي د وضعیّت د بدلولو  لپاره د نیواکګر رژيم د مشرانو له خوا پراخې هڅې دي .

 د حماس غورځنګ دسیاسی دفتر مشر روښانه کړې ده ،  د صهونیسټ رژيم  جنایتونه  له درستو سرو کرښو تیر شوي  او  د اسلامی امت احساسات او سپيڅلتیاوې ئې داغي کړي دي  او دقدس ښار  او د هغه اسلامی تاریخ   او موجودیّت ، ددغې سیمې  دا وسیدونکو  رواحقوق او راتلونکی او رزق او روزي ئې  په نښه کړې ده ،  او همداشان ئې نیغ په نیغه الاقصی جومات او دهغه ساتونکي  هم په نښه کړي دي .

اسماعیل هنیهّ د صهیونیسټ رژيم  دجنایتونو  په وړاندې د پریکنده دریځ دغوره کولو لپاره د  اسلامی نړۍ د سملاسي خوځښت  او د فلسطین دملت ، د هغو دټاټوبي   اوپه قدس نیواکي ښار کې  دهغو دسپيڅلتیاؤ په تیره بیا د الاقصی جومات په ضد د وحشي ډوله صهیونیسټانو دجنایتونو د دوام  او ددغه تیریګر دښمن دمخنیوي په خاطر ، د اسلامی نړۍ ،  او د نړیوالو ،اسلامی او عربی ډيپلوماسۍ د بسیج کولو لپاره دهلو ځلو غوښتنه کړې ده


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.