Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66101
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غوایی 1400 ساعت : 18:08:50

په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د چاودنو د ځالني زیان شمېر ۸۵ کسانو ته لوړ شوی

د ولسمشر دوه یم مرستیال سرور دانش آریانا نیوز ته منلې، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د شنبې د ورځې د بریدونو د ځاني زیان شمېر ۸۵ کسانو ته لوړ شوی او له ۱۵۰ ډېر نور ټپیان دي.

د تېرې شنبې پر ورځ په کابل کې د نجونو ښوونځي ته نږدې درې پرلپسې چاودنې شوې وې؛ خو تر دې دمه هیچا د برید مسوولیت نه دی منلی.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون ویلي؛ د روژې په مبارکه میاشت کې / د اپریل له ۱۳څخه د می تر ۷ / ۱۳۰امنیتي پېښې مو ثبت کړي، چې په کې ۵۱۹ ملکي وګړي زیانمن شوي دي.

د یاد کمیسیون د څرګندونو له مخې؛ د روژې په مبارکه میاشت کې ۱۶۰ کسان وژل شوي او ۳۵۱ نور ټپیان دي. په دې سروې کې د برچې د سید الشهدا ښوونځي د درې چاودنو ځاني زینونه شمېر شوي ندی.

د یادونې ده، چې د دغه شمېر له لوړېدو سره د روژې په مبارکه میاشت کې د وژل شویو کسانو شمېر  ۲۴۵ ته لوړ شوی او ۵۰۲ نور ټپیان دی.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.