Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66102
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غوایی 1400 ساعت : 18:16:11

درې ورځنی اور بند د افغانستان د بحران سیاسی حل لاره نه ده

طالبانو ډلې په داسې حال کې د نیکمرغه وړوکي اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ، چې دغې ډلې په روژې مبارکې میاشتې کې د اور بند دټينګیدا ، د جنګ او حملو د درولو لپاره د افغانستان دحکومت له غوښتنو سره سره خپل وسلوال عملیات زیات او دغه راز حملې هم په اوڅاره توګه زیاتې کړي دي.

د افغانستان د ملی مصالحې د لوړې شورا مشر عبدا... عبدا... نن د نیکمرغه وړوکي اختر په مناسبت د طالبانوډلې له خوا د درې ورځني اور بند په اعلان دغبرګون په ښودلو سره وئيلي دي ، د افغانستان د بحران حل لاره یوازې درې ورځنی اوربند نه ،بلکې د سولې دخبرواترو چټکتیا، دایمي اوربند او د جنګ جګړو همیشنۍ ختمیدا ده .

 عبدا.... عبدا.... په دې خبرې په ټينګار سره چې ددغه هیواد دبحران حل پوځي حل لاره نه لري ، پر طالبانوغږ کړی ، دسولې په خبرواترو کې دې ګډون وکړي.

طالبانو ډلې په داسې حال کې د نیکمرغه وړوکي اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی ، چې دغې ډلې په روژې مبارکې میاشتې کې د اور بند دټينګیدا ، د جنګ او حملو د درولو لپاره د افغانستان دحکومت له غوښتنو سره سره خپل وسلوال عملیات زیات او دغه راز حملې هم په اوڅاره توګه زیاتې کړي دي .

 د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د احصایو په اساس ، د طالبانو ډلې له خوا په تیرې یوې میاشتې په حملو کې لږترلږه سل عام افغانان وژل شوي دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.