Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66103
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غوایی 1400 ساعت : 18:17:49

ترهه ګري په افغانستان کې د امریکا د دو لسیزو د شتون بریا

قالیباف په دغه پیغام کښې د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړروښانه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .

د افغانستان د پلازمینې کابل په لویدیځ کې د انجلیو په یوه ښونځی د خالې ورځې ترهه ګر حمله چی څه د پاسه دوه سوه کسان پکې مړه او ژوبل شول له پراخ داخلی اونړیوال غبرګون او غندنې سره مخامخ شوه .

د اسلامی ایران د سفارت په شمول په کابل کې یوشمیر سفارتونو د بیانیې په صادرولو سره دغه ترهه ګر اقدام په کلکه وغنده .

 په کابل کښې د اسلامي ایران سفارت په یوه بیانیه کښې وویل په ډیرې خواشینۍ سره کابل ښار یوځل بیا د فرقه پالو ترهګرو د بوږنونکو عملیاتو هدف وګرځیده او د سید الشهدا لیسې زده کونکې جینکۍ د روژې په دې مبارکې میاشتې کښې په ډیره مظلومانه توګه شهیدانې او زخمیانې شوې، په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت د دغه غیراسلامي او غیرانساني اقدام په غندلو سره ډاډ لري چې د دغه ډول جنایتونو د عواملو سپیره اهداف به پوره نه شي او په افغانستان کښې به فرقه ایز تاوتریخوالي رامینځته نه شي.

د ایران داسلامی جمهوریت دقضایه قوې مشر سید ابراهیم ریئسي هم په کابل کې د ترهه ګرې پيښې په اړه د افغانستان شجاع او میړني ملت ته تسلیّت وئیلی او وئيلي ئې دي ،په کابل کې وحشی ډوله او بوږنونکي ترهه ګره پيښه او ددغې پيښې زړه دردونکي عکسونه او صحنې د هر وجدان لرونکي انسان زړه دردوي . ابراهیم رئیسي وئیلي دي ، د روژې په مبارکې میاشتې کې د معصومو زلمیانو اوماشومانو ټوټه کول د هغو بزدلو درندګانو کار دی چې له اسلام او انسانیّته نه دي خبر .

د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف هم د افغانستان د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني ته په یوه پیغام کښې ټينګار وکړ ټرورونه به د افغانستان د دوست او د ورور هیواد د خلکو په رښتیوني ارادې او د پایداره ، امنیت ، پراختیا او بیا رغونې په تحقق او د خلکو د برخلیک په ټاکلو باندې هیڅ اغیز ونلري .

قالیباف په دغه پیغام کښې د کابل د ترهګرې حملې په سخت ډول د غندلو په ترڅ کښې چې په روژې مبارکې میاشت کښې یې د افغانستان د مقاومت کونکی ملت ژوند تریخ کړروښانه کړه زه د دغه ترهګرې حملې د وژل شویو کسانو د خپلوانو او د ژوبلو کسانو لپاره صبر او د زغم غوښتنه کوم .

 همداراز د اسلامی ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف هم په کابل کې د انجونو په ښونځي د ترهه ګرې حملې په غبرګون کې پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، اوس ئې وخت رارسیدلی ، هغه درست کسان چې له افغانستان او اسلام سره ئې زړونه تړلي دي ، له وروز وژلې لاس واخلي او په یوموټي کیدا سره دې په بې وطنه داعشیانو باندې دې ډګر تنګ کړي .

په افغانستان کې د ترهه ګرو پیښو تکرار اوس کلونه کیږی چی د دغه ټاټوبی د خلکو رنج او غم اومصیبت یې زیات کړی دی خو د دغو جنایتونو علت باید چیرته ولیدل شی ؟د دغې پوښتنې په ځواب کې ‌ډیر بحثونه مطرح دي . سیاسی بی ثباتی ، قدر ت ته د رسیدا لپاره د ډلو سیالی ، د ملی وفاق نیشتوالې ، قومی اختلافات او د مذهبی افراط پالنې له امله تعصبات هغه علتونه او عوامل دي چی په دې زمینه کې په ذهن کې پوښتنې رامینځته کیږی . خو په تیرو دو لسیزو کې د دغه هیواد سیاسی بهیرونو ته کتنه په دغه هیواد کې د ناامنیو د دوام د علتونو ښکاره شننه او انځور وړاندی کوی .

حقیقت دا دې چی له ترهه ګرۍ نیولی تر داخلی جنګونو ، نورو هیوادونو ته د میلیونونو کسانو کډوالیدا او د نشه ایزو موادو د تولید او قاچاق په یوه ستر قطب د افغانستان بدلیدا سرچینه په لویدیځه اسیا کې د امریکا د ویجاړونکیو سیاستونو له امله دي .

د رهبرۍ ستر مقام حضرت امام خامنه ای د ۱۳۹۶ کال په سلواغه میاشت کې په یو لړ ویناو کې د افغانستان په ترهه ګرو پیښو کې د سلګونو خلکو د ترور په اړه د داعش لاسلیک ته په اشارې سره وفرمایل هماغه لاسونه چی د داعش په رامینځته کولو سره یې هغه په عراق او سوریه کې د خلکو پرضد د ظلم او جنایت لپاره اوزار وګرځوه ، نن په هغو سیمو کې د داعش له ماتې وروسته افغانستان ته د نغه د انتقالولو هڅه کوی او وروستی وژلې په حقیقت کې د همدغې نقشې پیلامه دی .

د رهبرۍ ستر مقام امام خامنه ای د ناامنۍ له رامینځته کولو د امریکا بل هدف په سیمه کې د خپل شتون حقه کول یاد کړل او زیاته یې کړه امریکایان پخپله په افغانستان کې د ناامنۍ اصلی عاملان دي او هغه وژلې چی د مذهب په نوم په دغه سیمه کی له کابو شلو کلونو راهیسې ترسره شوی ، نیغه په نیغه یا غیر مستقیم ډول د امریکا د عواملو په وسیله ترسره شو ی او اوس په دې پسې دي چی د ناامنی په رامینخټه کولو سره خپل شتون تامین کړی او خپل اقتصادی او سیاسی هدفونه پرمخ بوځی .

روښانه ده چی امریکا اوس هم په افغانستان کې خپلو لاسوهنو ته د روا والی په لټه کی ده ، په داسې حال کی چی په افغانستان کې د دوامداره سولې یوازنۍ اغیزمنه لاره د دینی او قومی وحدت ساتل ، ګډ درک ته د رسیدا لپاره خبرې اترې او له ترهه ګرۍ او نیواکګرۍ سره بی ځنډه مبارزه ده . اسلامی ایران چمتو دې چی په افغانستان کې د امنیت ، ثبات او سولې د ځای پر ځای کولو لپاره هرډول مرسته وکړی او په دې زمینه کې له سیمه ایزو او نړیوالو هلوځلو ملاتړ کوی .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.