Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66105
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غوایی 1400 ساعت : 18:20:47

په کابل کې پرښونځي بوږنونکي حمله دتکفیریانو داحیاء لپاره دامریکایانو دسیسه ده

دغه غمجنه پيښه، په داسې شرائطو کې چې امریکایان دځینو شواهدو او نښو نښانو په اپوټه له افغانستانه د وتلو دپیلولو مدعی دي ، له ټولو زیات سپينه ماڼۍ اصلی تورنه ګڼي چې افغانستان ته ئې له سورئې او عراقه دداعشي تکفیریانو په منتقلولو او دترهه ګرو جنایتونو دترسره کولو لپاره ئې د وسلو ،فکري او مالي ملاتړونو لپاره دخپلو سیمه ایزو ملاتړو د ملګرتیا د جلبولو لپاره له افغانستانه د امریکائي ترهه ګر پوځ دویستلو په بڼه کې دغه هیواد ته د جنګ او ناکراریو دبیرته د ستنولو په لټه کې دي .

زمونږخبریال راپور راکړ د ایران داسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو د عمومي اړیکو دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان دکابل د انجونو دیوه ښونځي په وړاندې دبوږنونکي ترهه ګرې حملې په سختې غندنې سره دا ستر جنایت ، افغانستا ته د ناکراریو او جنګ بیرته ستنول او دتکفیری ترهه ګرۍ د احياء لپاره د امریکایانو یوه دسیسه بللې ده .

په دغې اعلامیې کې همدرااز راغلی دي ،د کابل دشنبې ورځې دزده کونکو په ښونځي دغه ستر جنایت او هغه هم په روژې مبارکې میاشتې کې ، چې د څه دپاسه اویاؤ روژتي زده کونکو او دهغوي د میّندو دمظلومانه شهادت او د څه دپاسه یو سل شپیتو نورو دټپي کیدا لامل شوي ، د افغانستان د مسلمان او مجاهد ولس لپاره ستر غم او مصیبت دی چې مونږ ورسره په د غه غم کې برابر شریک یوو . بې شکه دغه غمجنه پيښه، په داسې شرائطو کې چې امریکایان دځینو شواهدو او نښو نښانو په اپوټه له افغانستانه د وتلو دپیلولو مدعی دي ، له ټولو زیات سپينه ماڼۍ اصلی تورنه ګڼي چې افغانستان ته ئې له سورئې او عراقه دداعشي تکفیریانو په منتقلولو او دترهه ګرو جنایتونو دترسره کولو لپاره ئې د وسلو ،فکري او مالي ملاتړونو لپاره دخپلو سیمه ایزو ملاتړو د ملګرتیا د جلبولو لپاره له افغانستانه د امریکائي ترهه ګر پوځ دویستلو په بڼه کې دغه هیواد ته د جنګ او ناکراریو دبیرته د ستنولو په لټه کې دي .


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.