Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66106
تاریخ انتشار : دوشنبه 20 غوایی 1400 ساعت : 18:23:24

سرچینې: جنرال قمر باجوه په کابل کې له اشرف غني سره ولیدل

سرچینو رویټرز ته د نوم د نه ښودلو پر شرط څرګنده کړې، چې د پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه د دوشنبې پر ورځ / د غویی ۲۰/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني او یو شمېر نورو مشرانو سره لیدلي دي.

د پاکستان د اردو میډیا څانګې سمدلاسه د تبصرې یا غوښتنې لپاره غوښتنې ته ځواب ونه وایه او لیدنه یې تایید کړه.

د رویټرز د څرګندونو له مخې، دا سمدستي روښانه نده، چې د غونډې په بهیر کې پر کومو خبرو بحث شوی دی.

ګاونډی پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې یو اغېزمن لوبغاړی ګڼل کیږي.

په تېرو وختونو کې اسلام آباد طالبانو ته د پناه بر ورکولو تورن شوی و؛ خو په وروستیو څو کلونو کې د واشنګټن او نورو غربي ځواکونو د فشار له مخې یې منلې، چې طالبان یې د سولې په خبرو کې برخه اخیستو ته هڅولي دي.

د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې  د څرګندونو له مخې؛ باجوه د دوشنبه پر ورځ د انګلستان د دفاع وزارت له لوی درستيز جنرال نیکولایس پیټریک کارټر سره د افغانستان د سولې په اړه لیدلي دی؛ خو د غونډې د ځای په اړه راپور ورکړ شوی ندی.

ارګ او د پاکستان د پوځ د رسنیو څانګې د دغه سفر او لیدنې د تائید یا رد په اړه څه ندي ویلي.

په دې وروستیو اوونیو کې ډیپلوماټیکو سرچینو رویټرز ته ویلي؛ پاکستان له وسلوالو سره خبرې کوي، چې اوربند ته غاړه کېدي. د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې غځېدلې هوکړې له مخې؛ ټاکل شوې، چې بهرني  ځواکونه د می په میاشت کې وتل پیل او دا بهیر د سپتمبر تر ۱۱ روان وساتي او د ترکیې د پلان شوي کنفرانس د سولې په خبرو کې برخه واخلي.

په وروستيو اوونیو کې د طالبانو او افغان ځواکونو بریدونه هم ډېر شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د یکشنبې پر شپه د کوچني اختر پرویاړ د درې ورځني اوربند اعلان کړی. که څه هم ارګ او سپیدار ماڼیو ترې هرکلی کړی؛ خو وایي، چې ستونزې پر لنډمهاله اوربند نه، بلکې پر دایمي اوربند حل کیږي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.