Share/Save/Bookmark

کد مطلب :66114
تاریخ انتشار : چهار شنبه 22 غوایی 1400 ساعت : 13:02:14

اختري د افغانستان د اهل بیت د ځايي ټولنې مشر ته تسلیت ویلی دی

د اهل بیتو علیهم السلام د نړیوالې ټولنې د عالي شورا مشر د افغانستان د اهلبیت علیه السلام د ځايي ټولنې مشر ته د کابل د ترهګرې پیښې تسلیت او تعزیت ووایه.

محمد حسن اختري سید رحمت ا... مرتضوي ته په یو پيغام کښې د افغانستان ولس او حکومت ته په کابل کښې د وروستۍ ترهګرې پيښې تسلیت ویلی دی.

په دغه پیغام کښې راغلي دي: د افغانستان ستم ځپلي خلک چې له څه باندې څلورو لسیزو راهیسې یې د بهرنیو دښمنانو او کورنیو تندلارو له خوا ډول ډول رنځونه او کړاونه زغملي دي، دا ځل یې د عصمت او طهارت له کورنۍ سره د خپلې مینې بیه، د خپلو بیګناه اولادونو په وینې سره ورکړه.

په یاد پيغام کښې لولو چې دې غمیزې یوځل بیا د هغو جنایتکارو ترهګرو لاسونه په وینو سره شول چې له دې مخکښې یې هم د خونړۍ امریکې او د هغې د انډیوالانو تر ملاتړ لاندې په عراق، سوریې، بحرین، یمن او پاکستان او د نړۍ په نورو سیمو کښې بې دفاع ملکي وګړي په ناځوانمردۍ سره په خاورو او وینو کښې لغړولي دي.


  د افغان ایرکا خبري اژانس

• اړوند خبرونه:

• ستاسو آندونه

  • ستاسو را لیږل شوي آندونه او پيغامونه د افغان ایرکا خبر راټولونې له تائید وروسته په ویبسایټ کې خپریږي
  • د تور او تهمت پيغامونه نه خپریږي
  • هغه پیغامونه چې په پښتو او دري ژبه نه وي یا په خبر پورې اړونده نه وي، نه خپریږي.