خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/06/29 8:58کد خبر: 120124

ایران افغانستان ته د 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی

ایران افغانستان ته د 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو چمتووالی ښودلی - خبرگزاری افغان ایرکا

د افغانستان د امارتی شرکتونو عمومی رئیس د ایران د انرژۍ له وزیر سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د برېښنا، څښاک اوبو او د فاضله اوبو د تصفیې په برخو کې د همکاریو په اړه خبرې کړی او د ایران د انرژۍ وزیر افغانستان ته تر 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو لپاره د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

د امارتی شرکتونو عمومی ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د دغه ریاست عمومی رئیس مولوی احمدجان بلال ایران ته د سفر پر مهال د دغه هېواد د انرژۍ له وزیر عباس علی‌ابادی سره لیدلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو سفیرانو هم حضور درلود.

په خبرپاڼه کې راغلی چې په دې لیدنه کې د انرژۍ، د پاکو څښاک اوبو د برابرولو او د فاضله اوبو د تصفیې تاسیساتو د جوړولو په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې شوې دی.

عباس علی‌آبادی ویلی چې ایران له افغانستان سره د برېښنا په برخه کې همکارۍ ته چمتو دی او د افغانستان د تخنیکی کادرونو د روزنې او د هغوی د مسلکی ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې به هم همکاری وکړی.

هغه زیاته کړې چې ایران د افغانستان د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو دی چې دغه هېواد ته تر 2000 مېګاواټه برېښنا د برابرولو زمینه مساعده کړی.

د امارتی شرکتونو عمومی رئیس هم د انرژۍ په برخه کې د دواړو هېوادونو د همکاریو پر پراختیا، د تخنیکی ظرفیتونو پر پیاوړتیا او د ګډو پروژو پر عملی کولو ټینګار کړی دی.

په پای کې، بلال د تهران ښار د اوبو او فاضله اوبو د تصفیې له لویو تاسیساتو څخه هم لیدنه کړې ده.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.