خبرگزاری افغان ایرکاIRCA News Agency
فارسیEnglishپښتو
فارسیEnglishپښتو
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
  • ویژه مهاجرین
  • خانه
  • دسته‌بندی
  • آرشیو
  • چندرسانه‌ای
  • تصاویر
تاریخ انتشار: 1405/07/01 9:57کد خبر: 120165

د امریکا او ایران درې ساعته خبرې؛ ټرمپ: «ډېرې ښې وې»، تهران خپل شرطونه مطرح کړل

د امریکا او ایران درې ساعته خبرې؛ ټرمپ: «ډېرې ښې وې»، تهران خپل شرطونه مطرح کړل - خبرگزاری افغان ایرکا

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نیویارک کې د امریکایی او ایرانی چارواکو درې ساعته خبرې «ډېرې ښې» او «ډېرې ګټورې» بللې دی؛ هممهاله، ایران په دې لیدنه کې د هرمز تنګی د بېرته پرانیستلو لپاره خپل شرطونه امریکایی لوری ته وړاندې کړی دی.

زمان تقریبی مطالعه: 2 دقیقه

الجزیرې راپور ورکړی چې ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ په څنډه کې خبریالانو ته ویلی، امریکایی او ایرانی چارواکو درې ساعته له یو بل سره خبرې کړې دی. هغه دغه خبرې «ډېرې ښې» او «ډېرې ګټورې» بللې دی.

 د ټرمپ په وینا، د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکاف او جرد کوشنر، چې له ایران سره په مذاکراتو کې یې رول درلود، د سه‌شنبې ورځې په ناسته کې ګډون کړی و. وېټکاف هم دغه خبرې «ډېرې ښې» بللې، خو نور جزییات یې نه دی وړاندې کړی.

ټرمپ ویلی چې یوه بله ناسته به هم «په ډېر نږدې راتلونکی کې» ترسره شی.

هغه په دغو خبرو کې د مطرح شویو موضوعاتو په اړه جزییات نه دی ورکړی، خو ویلی یې دی چې له ایران سره یوې هوکړې ته د رسېدو امکان شته او ټینګار یې کړی چې ایران باید اټومی وسلې ته لاسرسی پیدا نه کړی.

تسنیم خبری اژانس هم راپور ورکړی چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچی په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومی اسمبلۍ په څنډه کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړی استازی سټیو وېټکاف سره لیدلی دی.

د راپور له مخې، د ایران له لوری د دې لیدنې لپاره د وېټکاف د غوښتنې د منلو دلیل، د هرمز تنګی د بېرته پرانیستلو په اړه د تهران د شرطونو رسول وو.

په راپور کې راغلی: «په دې لیدنه کې د ایران پرېکنده دریځونه د امریکا استازی ته رسول شوی دی.»

تسنیم زیاته کړې: «د سمندری محاصرې سمدستی ختمول، د ایران د ټولو کنګل شویو شتمنیو سمدستی ورکړه او د مقاومت په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول، د هرمز تنګی د بېرته پرانیستلو لپاره د ایران له شرطونو څخه دی.»

په دغه راپور کې د دغو شرطونو په اړه د امریکایی لوری د غبرګون یا د دې لیدنې د مشخصې پایلې په اړه نور جزییات نه دی ورکړل شوی.

  • منبع: افغان ایرکا خبری اژانس
  • لینک کوتاه
گفت‌وگو با مخاطبان

دیدگاه شما درباره این خبر چیست؟

دیدگاه خود را محترمانه و روشن با دیگران به اشتراک بگذارید.

نظرات مخاطبان

0 دیدگاه

هنوز دیدگاهی ثبت نشده؛ شما آغازکننده گفت‌وگو باشید.

پربازدیدترین‌ها

گزارش

زبان:
فارسیEnglishپښتو
  • تلگرام
  • یوتیوب
  • اینستاگرام
  • فیسبوک
  • ایکس
  • آپارات

© 2005–2026 تمامی حقوق برای خبرگزاری افغان ایرکا محفوظ است.