
ټرمپ د ایران اووه ورځنۍ طرحه رد کړه؛ تهران د جګړې د درولو او د خبرو د بیا پیلېدو غوښتنه کړې وه
د راپورونو له مخې، ایران له امریکا سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره اووه ورځنۍ طرحه وړاندې کړې چې د جګړو درول هم پکې شامل دی؛ خو امریکایی چارواکو ویلی چې د دغه هېواد ولسمشر دغه وړاندیز رد کړی او تمه لری چې د نومبر له منځمهاله ټاکنو وروسته پر ایران هوایی بریدونه بېرته پیل شی.








