په افغانستان کې د امریکائي پوځیانو ماموریت دوام لري
د طالبانو ډلې دمرکچي ټيم مشر ملابرادر په همداوروستیوکې له امریکا غوښتي چې له افغانستانه دې د امریکائي پوځيانو د ویستلو په زمینې کې له طالبانو ډلې سره موافقې ته پابنده ووسي اوخبرداری ئې ورکړی،چې طالبان به نوره په دغه هیواد کې د بهرنیانو لاسوهنې ونه زغمي .
شنبه 2 کب 1399 - 22:55:05 PM
اسلامی انقلاب په اساسی مسئلوکې بهادروځوانانوته رول لوبول ورزده کړل
د اسلامی انقلاب معظم لارښود په دغه پیغام کې فرمائيلي دي ؛ له تاسو خواږو محصیلیونو تمه کیږي ، چې په دغه له غنیمت ډک فرصت کې ، چې ستاسو په اختیار کې دی ،ځانونه ، لازیات په علمی ، دیني او اخلاقي صلاحیَتونو ښکلي کړئ او رول لوبونې ته تیار شئ ، او داسلامی انجمنونو ټولنې په دې باب لا درندې او البته ویاړمنې دندې لري .
شنبه 2 کب 1399 - 22:50:25 PM
ایران له اټومي تړون نه دی وتلی چې بیرته ورستون شي
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران دائمي استازي مجید تخت روانچي ټینګار وکړ د ایران اسلامي جمهوریت له اټومي تړون څخه نه دی وتلی چې اوس وغواړي بیرته وروستون شي او په اټومي تړون کښې د تهران د ژمنو کمیدل د دغه تړون د شپږدیرشمې (۳۶) مادې په چوکاټ کښې دي .
سه شنبه 28 سلواغه 1399 - 21:55:06 PM
افغانستان د اسلامي ایران د مرستې قدرونه وکړه
زمونږ خبریال وايي د افغانستان خارجه وزارت د اسلام قلعه په مرکزي ګمرک کښې د ستر اور د وژلو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په موقع اقدام قدرونه وکړه .
دوشنبه 27 سلواغه 1399 - 21:55:06 PM
امریکا او ناټو باید له پخواني شوروي عبرت واخلي
د طالبانو د سیاسي پلاوي نامتو غړي سهیل شاهین له افغانستان څخه د ناټو او د امریکا د ترهګرو پوځیانو په ایستل کیدا باندې ټینګار سره هغوې د پخواني شوروي له برخلیک څخه د عبرت اخیستلو ته وروبلل .
دوشنبه 27 سلواغه 1399 - 21:52:50 PM