تنگه هرمز

د ایران د یوه ډله محصلینو لیکنو ته د اسلامی انقلاب د رهبر ځواب، د ځلانده راتلونکی د جوړولو «ګډه ژمنه»

د ایران د یوه ډله محصلینو لیکنو ته د اسلامی انقلاب د رهبر ځواب، د ځلانده راتلونکی د جوړولو «ګډه ژمنه»

د اسلامی انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله سید مجتبی خامنه ای له ټول ایران څخه د یوشمیر محصلینو د لیکنو په ځواب کښې چې په دې وروستیو میاشتو کښې یې ورته لیږلې وې، د راتلونکی د جوړولو لپاره د هغوی هوډ او اراده او د مسئولیت احساس یې، د مشرتابه او ځوانانو ترمنیځ د «ګډې ژمنې» د یوځاې کولو لړۍ وبلله او د ایران د پیاوړتیا او اقتدار د زیاتولو لپاره د علم او ایمان او د نفس د پاکۍ او څوچنده هڅې په وسلې باندې په سنبالیدو یې ټینګار وکړ.

متقی: زموږ لویه اندېښنه په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه یی توکو پراخ کښت دی

متقی: زموږ لویه اندېښنه په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه یی توکو پراخ کښت دی

امیرخان متقی د «نشه یی توکو پر وړاندې د اسلامی امارت د مبارزې» تر سرلیک لاندې غونډه کې ټینګار کړی چې اسلامی امارت د افغانستان په ګاونډیو هېوادونو کې د نشه یی توکو د کښت زیاتېدو ته اندېښمن دی.

څېړنه: د جنګیالیو ښودلو لپاره د ملکی افغانانو له مړو سره د وسلو اېښودو په اړه اسټرالیایی افسران خبر وو

څېړنه: د جنګیالیو ښودلو لپاره د ملکی افغانانو له مړو سره د وسلو اېښودو په اړه اسټرالیایی افسران خبر وو

د یوې رسمی څېړنې د موندنو له مخې، چې لنډیز یې په دې وروستیو کې په اسټرالیا کې خپور شوی، د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو یو شمېر افسران خبر وو چې د ملکی افغانانو د جسدونو ترڅنګ وسلې اېښودل کېږی، څو هغوی د جنګیالیو په توګه معرفی شی؛ خو دغو افسرانو د دې ناقانونه کړنې مخنیوی لپاره اقدام نه و کړی.

د ایران پارلمان د بهرنیو اتباعو د ناقانونه استوګنې لپاره تر 10 زره یورو پورې نغدی جریمه او له هېواده د شړلو سزا تصویب کړه

د ایران پارلمان د بهرنیو اتباعو د ناقانونه استوګنې لپاره تر 10 زره یورو پورې نغدی جریمه او له هېواده د شړلو سزا تصویب کړه

د ایران د اسلامی شورا مجلس استازو د استخباراتی ادارو او بهرنیو دولتونو یا بنسټونو د نفوذ پر وړاندې د مبارزې د طرحې د څېړلو پر مهال، په ایران کې د بهرنیو اتباعو د ناقانونه استوګنې لپاره د مجازاتو په توګه له هېواده شړل او د شخص د مالی توان په پام کې نیولو سره تر 10 زره یورو پورې نغدی جریمه په پام کې نیولې ده.

ترکمنستان: د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابرېږی

ترکمنستان: د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې له بشپړېدو سره افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابرېږی

د ترکمنستان د انرژۍ وزارت یو چارواکی وایی، د کرکی–کابل برېښنا لېږد پروژې په بشپړېدو سره به افغانستان ته د 800 مېګاواټه برېښنا د لېږد زمینه برابره شی او ټاکل شوې چې د دې پروژې د دشت الوان–ارغندۍ برخه د 2027 کال په جون میاشت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شی.