د قطر دولت د اسرائیل او لبنان ترمنځ د 10 ورځنی اوربند له اعلانه هرکلی کړی او هغه یې په سیمه کې د تاوتریخوالی کمېدو پر لور یو ګام بللی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلی چې دغه هېواد د اوربند د بشپړ او فوری رعایت پر اړتیا ټینګار کوی، څو سوله وساتل شی او سیمه کې د تاوتریخوالی د زیاتېدو مخه ونیول شی.
دغه وزارت همدارنګه د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د منځګړیتوب رول او هڅې ستایلې دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې چې دا هوکړه به په سیمه کې د تلپاتې، عادلانه او هر اړخیزې سولې لپاره د سیمهییزو او نړۍوالو هڅو ملاتړ وکړی.
تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلی وو چې اسرائیل او لبنان د 10 ورځنی اوربند پر سر هوکړې ته رسېدلی دی. هغه زیاته کړې وه چې دا هوکړه د دواړو لورو د استازو ترمنځ په واشنګټن کې د لیدنې پر مهال شوې ده.ش
