محمد محقق ـ چې د پخوانی حکومت پر مهال په لوړو دولتی بستونو کې دندې ترسره کړې او نږدې پنځه کاله کېږی له هېواده بهر ژوند کوی ـ په یوه ټلوېزیونی مرکه کې د ډیورنډ فرضی کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رسمی پوله بولی.

هغه د ډیورند کرښې په اړه د افغانستان تاریخی او ملی دریځ یوازې د اسلامی امارت دریځ بللی او ادعا یې کړې چې د دې کرښې هغه غاړه سیمه د پاکستان برخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومتونو او خلکو هیڅکله د ډیورنډ فرضی کرښه د رسمی پولې په توګه نه ده منلې او دا موضوع تل د دولتونو او خلکو ملی دریځ پاتې شوی؛ هغه دریځ چې اوس هم اسلامی امارت او خلک پرې ټینګار کوی.

غبرګونونه
د سیاسی چارو کارپوه قاضی نجیب‌الله جامع د محقق د څرګندونو په غبرګون کې وویل چې په دې وروستیو کې یو شمېر څېرې، په داسې حال کې چې له افغانیته انکار کوی، غواړی د افغانانو ملی داعیه چې همدا د ډیورنډ فرضی کرښه ده، تر پوښتنې لاندې راولی.

هغه زیاته کړه چې دغو څېرو په تېره نیمه پېړۍ کې تبعیضی او قومی سیاستونه تعقیب کړی او تل یې په افغانستان کې د پردیو پروژې عملی کړې دی.

د هغه په خبره، هغوی ګومان کوی چې په دې ډول څرګندونو سره به یې «باداران» یو ځل بیا په کابل کې واک ته ورسوی.

جامع وویل: «موږ دغو ناوړه څېرو ته وایو، لکه څنګه چې ستاسو باداران د دې خاورې د خلکو د ارادې پر وړاندې مات شول او خپلې هیلې یې له ځان سره یووړې، تاسو به هم د خلکو د ارادې پر وړاندې ماتې وخورئ او دا استعماری او ډیورنډی هیلې به مو خاورې شی. په څرګنده وایو چې د دې سازشی او شیطانی فکرونو پر وړاندې ملت یوموټی ولاړ دی، تاسو له یوې جغرافیې او یوه نسل سره مخ یاست او دا ملت به هیڅکله بیا تاسو او ستاسو بادارانو ته اجازه ور نه کړی چې نظامونه بدل کړی.»

یو شمېر خلکو هم په ټولنیزو رسنیو کې د محقق څرګندونو ته غبرګون ښودلی دی.

خبریال او سیاسی شنونکی سمیع یوسفزی لیکلی چې د ډیورنډ کرښې معامله او برخلیک په افغانانو پورې اړه لری، نه په هغو کسانو پورې چې ځان افغان نه بولی.

هغه لیکلی، د یوې ځمکې په اړه د پرېکړې لپاره باید لومړی د هغې مالک واوسئ، وروسته کولی شئ د هغې د پولو او حدودو په اړه خبرې وکړئ. د هغه په وینا، مالکیت د هر ډول تصرف اساسی شرط دی.

یوسفزی زیاته کړې: «د افغانستان خاوره د افغانانو ده… اصلی مالکان د تصرف واک لری، نه هغه کسان چې له افغان‌یته انکار کوی او د «موږ افغان نه یو» شعار پورته کوی.»

د پخوانی ولسمشر مرستیال ویاند شاه‌حسین مرتضوی هم لیکلی چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا په اړه دریځ باید د سیاسی عقلانیت، ګډ فهم او د هېواد د تېر، اوس او راتلونکی د دقیق درک پر بنسټ وټاکل شی، نه د احساساتو له مخې.

د هغه په خبره، هغه سیاستونه چې سیاسی عقلانیت ونه لری، د خلکو ملاتړ نه شی ترلاسه کولی.

یوې بلې فعالې صنم عثمانی هم لیکلی چې د ډیورنډ کرښه شخصی موضوع یا د معاملې وړ نه ده، بلکې د ملی حاکمیت او د افغانستان د خلکو له ارادې سره تړاو لری.

د هغې په خبره، هیڅ سیاستوال – که هر ډول مخینه ولری – دا صلاحیت نه لری چې پرته له ملی اجماع او روښانه حقوقی بنسټه دا کرښه د رسمی پولې په توګه ومنی.

عثمانی زیاته کړې: «دا ډول څرګندونې نه د اعتبار وړ دی او نه هم مسوولانه.»

غلام‌رضا حسینی لیکلی چې د محقق خبرې ورته د منلو وړ نه دی.

هغه زیاته کړې: «د ډیورنډ کرښه او د افغانستان خاوره زموږ د خلکو لپاره ډېره حساسه او حیاتی موضوع ده. دا خاوره په ډېرو کړاوونو او قربانیو ساتل شوې او په اسانۍ پرېکړه پرې نه شی کېدای او نه هم ترې تېرېدای شو.»

هغې محقق ته په خطاب کې زیاته کړې: «ښه ده د داسې نظرونو پر ځای چې خلک اندېښمنوی، په روښانه او مسوولانه ډول وښیاست چې موخه مو څه ده او پر کوم بنسټ دا نظر لرئ. خلک حق لری پوه شی چې د خپلې خاورې د برخلیک په اړه څه نظر وړاندې کېږی.»

د نیمروز د زرنج ښار اوسېدونکی حاجی ګلزار بلوچ وایی: «زه د محقق خبرې ردوم، ډیورنډ د افغانستان دی او زموږ د خاورې برخه ده؛ هیڅ حکومت یې رسمیت نه دی پېژندلی. محقق څوک دی چې دا خبرې کوی؟ باید د خپلو خبرو حساب ورکړی.»

د غور یو اوسېدونکی محمدعوض رسولی هم وایی چې د ډیورنډ فرضی کرښه هیڅکله د افغانستان د خلکو له خوا د رسمی پولې په توګه نه ده منل شوې او د ځانګړو کسانو څرګندونې د ملت د تاریخی دریځ استازیتوب نه شی کولی.